مې 24, 2019

محب: ایا خلیلزاد غواړي چي د افغانستان وایسرای سي؟

محب: ایا خلیلزاد غواړي چي د افغانستان وایسرای سي؟

واحد فقیري

حمد الله محب پر خلیلزاد باندي تور لګوي چي غواړي د افغانستان حکومت کمزوری کړي، یا یې بېخي بدل کړي، او یا ښايي غواړي چي خپله د جمهورریاست لپاره کاندید سي. محب وايي،«دا چي خلیلزاد د افغان حکومت غیر مشروع او کمزوری کوي، او په عین زمان کي طالبان غټوي، دا فقط یو هدف لري، او هغه دا چي د خلیلزاد دا اقدامات قطعا د سولي لپاره نه دي. هغه سوله او مصالحه نه راولي، بلکي بېګانګي او فاصلې ایجادوي.»

د ډیلي بیسټ د مارچ پر ۱۴ لیکي حمد الله محب وايي چي هغه واشنګټن ته دقیقا پدې هدف راغلی دی چي غواړي امریکايي مقاماتو ته شکایت وکړي چي خلیلزاد د دې پر ځای چي طالبان دېته وهڅوي چي د کابل حکومت سره خبرو ته کښېني، خلیلزاد د کابل حکومت بای پاس کړی دی. او طالبانو ته یې هیڅ داسي دلیل نه دی وړاندي کړی چي‌ باید د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني، حال دا چي «طالبان د پسرلي عملیاتو ته پوره چمتوالی نیسي.»

محب علاوه کوي،«حتی که چیري هلته یوه معامله هم وسي، دا به یوه بده معامله وي» ځکه دا به حکومت لا کمزوری کړي. هغه وايي همدااوس طالبان په جار جار وايي چي د جهان د ملکونو خارجه وزیران د ملاقات لپاره په لین ورته ولاړ دي، ځکه هغوی پوهېږي چي طالبان به راتلونکي حاکمان وي.

محب وايي که څه هم خلیلزاد شپاړلس ورځي د طالبانو سره په قطر کي په خبرو تېري کړي، خو د کابل سره يې هیڅ معلومات شریک نه کړل،‌ بلکي یوازي يې په ټویټ باندي خبر ورکړ.

محب وايي چي د معلومات په نشتون کي د کابل په حکومت کي دا تیوري زور اخیستی دی چي خلیلزاد عمدا د کابل حکومت کمزوری کوي، او غواړي چي خپل پخوانی ملګری، حامد کرزی، بېرته قدرت ته ورسوي. محب زیاته کړه،«موږ فکر کوو چي یا خلیلزاد نه پوهېږي چي څه کوي، او یا د بل څه د کولو خیال او فکر لري.»

محب وايي د کابل حکومت فکر کوي چي د موقتي حکومت د جوړولو خبري دا ښيي چي ښايي خلیلزاد غواړي چي د همدې موقتي حکومت «ویسرای» سي.

ډیلي بیسټ لیکي پخوا هم دا اوازه وه چي خلیلزاد غواړي د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره یو کاندید سي.

محب وايي هغه واشنګټن ته پدې نیت راغلی دی چي امریکايي مقاماتو ته شکایت وکړي، خو امریکايي مقاماتو تر اوسه پوري د هغه شکایت ته غوږ نه دی نیولی، او نه هم دا کوښښ کړی دی چي د کابل حکومت د سولي په خبرو کي ور ګډ کړي. محب وايي د امریکا د ملي امنیت مشاور ښاغلي بولټن هم بد او سپک چلن ورسره کړی دی،‌ځکه محب ته ویلي دي چي‌ ملاقات لپاره وخت نه لري.

محب وايي د امریکا حکومت پدې وروستیو کي د افغان حکومت سره ډېر توهین آمېزه چلن کوي. ځکه خلیلزاد د کابل حکومت ته دیکته کوئ چي د طالبانو سره د خبرو په هیات کي باید څوک شامل کړای سي.

ډیلي بیټ لیکي سپیني مانۍ او خارجه وزارت پدې برخه کي د تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

Related posts