مارچ 23, 2019

بادغیس او کندز کې ۱ قرارګاه او ۵ پوستې سقوط شوي

بادغیس او کندز کې ۱ قرارګاه او ۵ پوستې سقوط شوي

 

عزم(پنجشنبه، ۲۳ کب ۱۳۹۷): تیره شپه د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو په پوستو بریدونه کړي چې مرګ ژوبله پکې رامنځته شوې ده.

د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ وایي دوه تنو نفوذي عسکرو د بالامرغاب به موریچاق سیمه کې په یوه پوسته کې خپل شپږ تنه ملګري وژلي وروسته له هغه له ۸ میله وسلې سره طالبانو ته ورغلي.

بلخوا طالبانو ویلي چې تیره شپه یې د بالامرغاب ولسوالۍ په ده خواجه او موریچاق سیمو کې د بریدونو په ترڅ کې ۳ پوستې نیولي، ۱۲ عسکر یې وژلي ۱ ټپي دی ۲ نور یې ژوندی نیولی او ګڼ شمیر وسلې او مهمات لاسته ورغلي.

د بالا مرغاب ولسوال وارث وايي، چې په تیره یوه هفته کې ۱۱ پوستې طالبانو نیولي او دوی شاتک کړی، او وایي چې مرستې ورته رسیدلي خو که مرستې ورته ونه رسیږي ولسوالۍ به له سقوط سره مخامخ شي.

همدا راز طالبانو د کندز په قلعه ذال کې د دوه پوستو او یوې قرارګاه د نیولو ادعا هم کړې.
طالبانو.ویلي چې تیره شپه یې په قلعه ذال کې ۲ پوستې یو بیس نیو لری ۲۲ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *