مارچ 23, 2019

کرېکټ: افغانستان سبا ته له ایرلینډ سره څلور ورځنۍ لوبه پیلوي

کرېکټ: افغانستان سبا ته له ایرلینډ سره څلور ورځنۍ لوبه پیلوي

عزم(پنجشنبه، کب ۲۳، ۱۳۹۷ ل): ټاکل شوې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ سبا څلور ورځنۍ«ټېسټ» لوبه د افغانستان پر وخت ۹ بجې د هندوستان د دهرادون ښار په راجیوګاندي لوبغالي کې پیل شي.

د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري افغانستان او ایرلینډ ته په ورځ بشپړ غړیتوب ورکړل شوی او هم یې د څلور ورځنیو لوبو کولو درجه ورکړې ده.
دواړو لوبډلو په خپلو لومړیو څلور ورځنیو سیالیو کې افغانستان له هندوستان او ایرلینډ له پاکستان ماتې خوړلي دي او د دواړو لوبډلو دغه دوهمه څلور ورځنۍ لوبه ده.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د روانې لوبلړۍ شل اوریزې لوبې افغان لوبډلې ګټلې او د یو ورځنیو لوبو لړۍ یې ۲ پر ۲ مساوي کړې ده.

د څلور ورځنیو لوبو جام د افغانستان د تاريخي ابدې (د جام څلي) په څېر جوړ شوی دی. د جام څلی (منارجام) چې نږدې اته سوه کاله وړاندې له خښتو او خټو څخه د وخت پاچا سطان غیاث الدين غوري له لوري په غور ولايت کې جوړ شوی و ۶۲ متره لوړ والی لري.

د څلور ورځنیو لوبو پرانیستغونډه تېر ماښام وشوه، چې د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ بورډ غړیو پکې هم برخه اخیستې وه.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رئیس عزیز الله فضلي وویل:«ټېسټ کرېکټ کول د افغانانو یو خوب و او له نیکه مرغه دغه خوب اوس په حقیقت بدل شو، له ایرلنيډ سره د شل اوریزو او یو ورځنیو سياليو لړۍ په ډېره ښه توګه مخ ته لاړه، ګڼو لوبغاړو په کې خپلې وړتیاوې وښودې او هیله لرو چې دغه تاريخي ټېسټ هم په سمه توګه ترسره شي او افغانستان یې وګټي.»

فضلي هیله وښوده، چې په افغانستان کې د سولې په راتلو به یوه ورځ نور هېوادونه هم د کرېکټ لپاره افغانستان ته راوبولي.

دغه لوبې د افغانستان په کوربه‌توب کېږي او د مارچ په ۱۹ مه پای ته رسېږي.

د ایرلينډ پر وړاندې د افغانستان په ټېسټ لوبډله کې اصغر افغان (لوبډلمشر) محمد شهزاد (ویکټ ساتونکی) احسان الله جنت، جاوېد احمدي، رحمت شاه، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، اکرام علي‌خېل (ویکټ ساتونکی) ، محمد نبي، راشدخان، وفادار مومند، یمین احمدزی، شرف الدین اشرف، وقار سلامخېل، ظاهرخان او سید شېرزاد، شامل دي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *