مارچ 23, 2019

ویسا: د دوحې خبرې؛ ولس ته په لوی زېري بدلېدای شي

ویسا: د دوحې خبرې؛ ولس ته په لوی زېري بدلېدای شي

عزم(چهار‌شنبه، کب ۲۲، ۱۳۹۷ ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې لیکلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د پنځم پړاو خبرې داسې مهال پای ته ورسېدې، چې دواړو لوریو خبرې ګټورې وبللې او د ډېرو پرمختګونو خبره یې وکړه.
«د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو پنځم پړاو پرون په داسې حال کې پای ته ورسېد چې ویل کېږي د دواړو لوریو تر منځ په ډېرو مسایلو توافقات شوي او په خبرو کې ډېر لوی پرمختګونه شوي دي.»
ورځپاڼه لیکي، خلیلزاد غوښتل چې له قطر نه کابل ته راشي؛ خو په خبرو کې د پرېکنده پرمختګونو لپاره واشنګټن ته تللی او د شویو خبرو په اړه به امریکايي چارواکو ته معلومات ورکړي.
ویسا لیکلي، د افغان جګړې دوه اړخه دي، چې یو امریکا او بل طالبان دي او د دوی له هوکړې پرته سوله هم ناشوني ده.
«تر اوسه پورې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو او توافقاتو جزئيات رسماً نه دي اعلان شوي خو له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش، د طالبانو لخوا دا ژمنه چې له ترهګرو ډلو سره به پرېکون کوي او په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو پر ضد ګډ اقدامات، آن د راتلونکي حکومت او لنډ مهاله حکومت پر څرنګوالي او جوړېدو خبرې شوې دي. واقعیت دا دی چې د افغان جګړې دوه اصلي اړخونه امریکا او طالبان دي طبیعي ده چې د دوی تر منځ سوله ییز توافق د افغانستان د برخلیک لپاره ډېر زیات مهم دی.»
ورځپاڼې د وړاندیز په ډول لیکلي، له امریکا سره د خبرو وروسته باید له حکومت سره هم خبرې وشي او ګډې پرېکړې وکړي.
«دا چې د امریکا او طالبانو تر منځ د لنډمهالي حکومت پر سر خبرې شوې، او یا د دې احتمال شته چې د افغانستان د راتلونکې په باب د حکومت او نورو ډېرو مسایلو په باب خبرې شوې وي. دا هر څه یو پړاو ؤ چې ترسره شو، په هر صورت د دې خبرو او توافقاتو دوهم پړاو باید د حکومت په شمول بین الافغاني خبرې او وروستی جوړجاړی وي چې بېلابېل افغاني لوري له طالبانو سره د خپل شریک کور د برخلیک ګډه پرېکړه وکړي.»
ویسا لیکلي، که ټولې خواوې سره یو ځای شي او افغانان په یوه ټغر راټول شي، بیا به هېڅ ځواک پر دې خاوره د قدم کېښودلو جرئت ونه کړي.
«خو واقعیت دا دی چې که افغانان د طالبانو په شمول په هېواد کې پر یوه سیاسي چاپېریال کې سره یو ځای شي او د امریکا په شمول ګاونډیان هم پر دې سیاسي تفاهم آمین کړي په افغانستان کې به بیا په هېڅ صورت هم د سولې او امن کوم اخلالګر ځواک ته د پښې ځای پاتې نشي. که یوازې افغانان په یوه ټغر را ټول شي، بیا به هېڅلکه هم د دوی پر برخلیک لرې او نږدې یو ځواک هم لوبې و نه کړای شي.»

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *