مارچ 23, 2019

د یو یوغوري مسلمان له درده ډک داستان

د یو یوغوري مسلمان له درده ډک داستان

ژباړه: جبیر افغان

“ما په خپل ژوند کې دومره ډیر نه ؤ ژړلي”.(د عبدالرحمان وینا)

عبدالرحمن د درو اولادونو پلار یو یوغوری مسلمان دی چې د چین د یوغور په شمالي لویدیځ کې د حکومت له لوري د وحشیانه کړنو له امله د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر په میاشت کې ترکیې ته وتښتېدی او څلور میاشتي وروسته یې ورپسې مېرمن حلیمه هم ولاړل.

حلیمه هلته د دریم اولاد له زېږولو وروسته د ۲۰۱۶م په اګست کې له خپلو درو بچیانو سره بیرته خپل ښار یوغور ته راستنه شول تر څو هلته د ماشومانو په پالنه کې له خپل مور او پلار څخه مرسته وغواړي. وروسته له هغه چې له عبدالرحمن څخه یې مېرمن او بچیان جلا شول، سمدستي خبر شو چې د مېرمني د بندي کېدلو امر یې شوی دی.

له هغه وروسته هم د نوموړي د پراخي کورنۍ ډیر غړي د حکومت له لوري په بند محکوم شوي دي او نه پوهیږي چې ماشومان به یې څه شوي وي؟ ځیني داسي راپورونه شته چې د نوموړي کورنۍ هم د هغو 1.1 ملیون یوغوري مسلمانانو په لړ کې شامل دي کوم چې په ۲۰۱۷ کې نیول شوي او په سیاسي کیمپونو کې په دې تور محصور دي چې پر خپل دین کلک ولاړ دي او ځیني ناسم سیاسي فکرونه لري. د نیول شوو کسانو ماشومان مکتبونو او یا یتیم خانو ته استول کیږي چې د رسنیو په وینا هلته د ژوند اسانتیاوي د نه شتون برابري دي.

همدا اوس تازه پر رسنیو د یو یوغوري ماشوم ویډیو خپره شوې چې د خپلي پلرنۍ خاوري اړوند پرې تمسخر کیږي. عبدالرحمن له لیدلو وروسته سمدستي احساس کړ چې دا خو یې څلور کلن بچی عبدالعزیز دی او د یوغور د یو لړ ادارو سره یې ارتباط نیولی چې کورنۍ یې څه شوې ده؟

د نوموړي سره د یوغور د یوې رسنۍ رابطه په لاندې ډول وه:

پوښتنه: تا څنګه وپېژندی چې هغه ستا زوی دی؟ سرچینه یې څه وه؟

عبدالرحمن: ویډیو د ډویین په نامه یوه تلویزون باندې خپره شوه په هغه کې ما خپل څلور کلن زوی ولید چې د پردیو خلګو په لاسونو کې تاوبالا کیږي. کله مي چې ولید زړه مي ټکان وخوړ. ما هغه وپېژانده خو په اړه یې بشپړ باوري نه وم. بیا ما د هغه مخکینی انځور چې زما سره ؤ، د ویډیو سره پرتله کړ هغه بلکل زما زوی ؤ او په اړه یې زما ګمان په یقین بدل شو. زه نشم کولای چې خپلي اوښکي تم کړم.

زه په دې اړه زیات اندېښمن یم چې نوموړي ته به د خوراک لپاره د خنزیر غوښه ورکول کیږي کومه چې زمونږ په مذهب اسلام کې حرامه ده او زما لویه ویره داده چې هغه به د نورو چینایانو سره یو ځای کړای شوی وي او که زه په خپل ژوند کې د هغه سره یو ځل بیا ولیدلای شم نو حکومت به زه هغوی ته د یو دښمن په توګه ورپېژندلی یم. آیا زه به بیا کله په خپل ژوند کې په خپله خاوره کې د هغه سره یوځای شم او زه به د هغه له خولې واورم چې ماته غږ راوکړي او وایي”بابا”؟!

هغه له زېږېدلو نه خورا خوشاله طبعیت لاره او کله یې هم ډیر نه دي ژړلي آن په خپل لومړي ژوند کې هم. زما له درو ماشومانو څخه دی یوازینۍ ماشوم دی چې هلته زما په شتون کې وزېږېد. کله چې هغه د مور له شیدو څخه منع شو، نو د پنځلسو شپو لپاره له مور څخه بیل کړای شو تر څو د شیدو رودلو عادت پرېږدي(هغه فراق یې پر ما دروند تیر شو) دا چې اوس له ډیري مودې راهیسي له خپلو ماشومانو بیل او هغوی په داسي ربړېدلي حالت کې دي، هیڅ یې د زغملو توان نه لرم. کله چې ما هغه په ویډیو کې ولید، ما خپل دردونه او احساسات قابو نشوای کړای. ما کله هم دومره نه ؤ ژړلي لکه دا ځل، آن د ژوند په خپلو تیرو او له کړاوونو ډک ژوند کې هم.

پوښتنه: تا د لیدلو سره سم خپل زوی وپېژانده؟

عبدالرحمن: هو! زه د هغه ډیر انځورونه د ځان سره لرم، نوموړی دوې خویندي یوه له ده مشره او بله کشره ده خو د هغوی اړوند هیڅ معلومات راته نشته.

پوښتنه: ستا مېرمن چیرته ده؟

عبدالرحمن: هغې ته لس کاله د بند سزا ورکول شوې ده. کله چې زما کوچنۍ لور وزېږېده نو د مېرمني پلار او مور هغه او ماشومان یې وروغوښتل تر څو د اورلادونو په پالنه کې ورسره مرسته وکړای شي. هغوی له دې ځای(ترکیې) څخه د ۲۰۱۶ کال د اګست په میاشت کې زمونږ کلي “اوسکو” ته روان شول وروسته زه خبر شوم چې په هماغه کال نیول شوې او د لسو کلونو د بند سزا ور اورول شوې ده.

پوښتنه: ته د خپل مور او پلار یا د مېرمني د والدینو سره کوم ډول اړیکه لرې او که نه؟

عبدالرحمن: زه هیڅ نه یم خبر چې هغوی په زندان کې دي او که په کیمپونو کې محصور دي، مړه دي او که ژوندي دي له هیڅ خبر نه یم.

پوښتنه: ته چې د خپلي مېرمني اړوند د هغې د زنداني کېدلو خبره کوې، آیا دا ریشتیا ده؟

عبدالرحمن: هو! دا معلومات هم راته وشو چې زما د دوو خویندو کشري او مشري خاوندان هم اسیران شوي دي.

د کورنۍ نور غړي

پوښتنه: په اوکسو کې ستاسي په کور کې نور څوک اوسیږي؟

عبدالرحمن: زما مور، پلار او خور. زما نور دوه وروڼه هلته په خپلو کورونو کې اوسیږي.

پوښتنه: آیا په کور کې مو څوک پاتي شوی دی؟

عبدالرحمن: نه، هیڅوک هم نه.

پوښتنه: هلته ستا د والدینو څو لمسیان ؤ؟

عبدالرحمن: زما کشرۍ خور درې بچیان او زما دوو وروڼو دوه بچیان درلودل، درې زما ؤ چې ټول اته کسان کیږي.

پوښتنه: آیا له اتو ماشومانو څخه د هیچا په اړه هم معلومات نشته؟

عبدالرحمن: نه، هغوی چې ټول د دوو او دولسو کلونو ترمنځ ؤ، زه یې اړوند هیڅ خبر نه لرم چې چیري به لیږدول شوي وي او نه هم ترې خبر یم چې ژوندي او که به تر خاورو لاندې وي.

زما مېرمن هیواد ته له رسېدلو وروسته سمدستي نیول شوې وه خو دوې میاشتي وروسته بیرته خوشي شوې وه. هغې ته سخت تعذیبونه ورکول شوي ؤ. زما کورنۍ د هغې د خلاصون لپاره 29,820 $ ډالر ورکړي ؤ او له خلاصون وروسته یې سمدستي درملنه شوې وه. خو د هغې د حالت له لږ ښه کېدلو وروسته بیرته نیول شوې او د لسو کلونو په بنده محکومه شوې ده. دا ټول معلومات ما ته د هغې د تره زوی راکړ.

زما کشرۍ خور د ۲۰۱۶ په جولایي کې واده شوه خو له واده دوې میاشتي وروسته ونیول شوه او د درو کلونو په بند محکومه شوه. ګناه یې داوه چې نوموړې یو ځل ترکیې ته ولي ولاړه؟!

زه اندېښمن یم چې زما پلار به یې هم زنداني کړی وي ځکه چې زمونږ کورنۍ یوه دینداره کورنۍ ده. زما پلار هره ورځ پنځه وخته لمونځ اداء کوي او هیڅ یوه دیني وجیبه نه پرېږدي. بل داچې هغه په ټولنه کې یو باسواده او متدین سړی ؤ او په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کې یې ځیني خلګو ته نورو هیوادونو ته د سفر کولو زمینه هم برابره کړې وه. د دې ټولو لاملونو پر بنسټ زه ډېر اندېښمن یم چې هغوی به مي بابا سخت تعذیب کړي.

زما یوازینی ارمان دادی چې فقط یو ځل بیا هغوی ټول ژوندي ووینم، حق حیران یم چې څه وکړم، کومي خواته ولاړ شم، د چا دروازه وټکوم او له چا مرسته وغواړم؟ زما په څیر نور هم بې شمېره شته چې له ورته حالاتو څخه کړیږي، بې مرستي، ناهیلي او نه پوهیږي چې څه وکړي؟!

کورنۍ مو ټوله تیت او پرک شول، زه دلته (ترکیه کې) مېرمن او دوه اوښي مي په زندان کې د ماشومانو اولادونو، ورېرونو، خورځي ګانو، وروڼو، خویندو او مور او پلار مي هم دا درک نشته چې لا به د ژوند شپې او ورځي صبا کوي او که به کوم ځای بې کفنه د خاورو مېلمانه وي. نه پوهېږم چې پر مېرمني به مي د اولادونو په اړه په زندان کې څه تیریږي، ښایي د زندان له دردونو او غمونو څخه یې زیات د خپلو ماشومانو بچیانو هجران او اندېښنې زوروي. هغه به هره شیبه د زندان په کرغېړنو دېوالونو د خپلو تنکیو بچیانو له ښکلا ډکي څیرې انځوروي او په خیال کې به ورسره د میني او محبت ډکي خبري کوي خو د ظالمانو زندان ساتونکو غیر انساني کریږي به یې د خیالونو دا نړۍ ګډه وډه کوي، هر څه ترې تروړوي او یوه څړیکه به یې بیا په زړه کې راپورته کیږي چې په دنیاګۍ کې پرې د دوزخ ترخه څکي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *