مارچ 23, 2019

کابل کې د جلغوزو د پروسس یوه عصري فابریکه جوړېږي

کابل کې د جلغوزو د پروسس یوه عصري فابریکه جوړېږي

عزم(سه‌شنبه، کب ۲۱، ۱۳۹۷ ل): په پلازمېنه کابل کې د جلغوزو د پروسس یوه لویه او معیاري فابریکه جوړېږي، چې په دغه فابریکه کې به د افغانستان جلغوزي پروسس کېږي او وروسته به د نړۍ هېوادونو ته صادرېږي.

د شېرعلي ځدراڼ په نامه د دې فابریکې جوړونکی وايي، دغه فابریکه د ۴ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړېږي او ماشینونه ورته له اروپا راوړل شوي دي.

شېرعلي ځدراڼ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه فابریکه به په اتو ساعتونو کې د ۱۲ ټنه د جلغوزیو مغز او په یاد وخت کې ۶۰ ټنه پوستکي لرونکي جلغوزي پروسس او بسته بندي کېدو وړتیا به ولري.

ځدراڼ زیاتوي، دغه فابریکه به عصري توګه د افغانستان جلغوزي د نړۍ بازارونو ته صادر کړي.

افغانستان په یوه کال کې د ۳۵زره ټنو جغلوزو د تولید وړتیا لري، چې اوس د هوايي دهلېزونو له لارې چین ته هم صادرېږي.

د افغانستان ډېر جغلوزي په پکتیکا، پکتیا او د خوست په غرونو کې کېږي، چې اوس د نړۍ ګڼو هېوادونو ته هم صادرېږي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *