مې 23, 2019

سل زاهدان او سالار یې محمد صلی الله علیه وسلم(17 برخه)

سل زاهدان او سالار یې محمد صلی الله علیه وسلم(17 برخه)

جبیر افغان

سیدنا حضرت داؤد علیه السلام

د هغه لپاره الله تعالی نبوت او حکومت غبرګ جمع کړل.
الله تعالی هغه ته د حکمت او حق و باطل فیصله کونکی وفرمایل.
داسي نبي چې مرغانو او غرونو هم ورسره د خپل رب تسبیح بیانول.
په نړۍ کې تر ټولو غوره اواز هماغه ته وربښل شوی ؤ.
هغه څیره چې الله تعالی د سرکښ جالوت د وژلو لپاره غوره کړ او د نوموړي په لاس یې د هغه وژل کېدل لیکلي ؤ. خورا زړور او تکړه جنګیالی ؤ چې د جګړې له میدان څخه شا اړونکی نه ؤ او نه هم د تورو له پړقهار څخه مرعوب کېدی.
الله تعالی هغه ته نبوت او حکومت دواړه ورکړل او د زغرو د جوړولو فن یې هم ورزده کړ او د هغه په لاس کې یې اوسپنه نرمه کړل. په عزت سره یې سرلوړی کړ او زبور یې پرې نازل کړ. الله تعالی داسي ښکلی او بې بیلګي اواز ورپه برخه کړی ؤ چې له هغه وړاندې چاته نه ؤ ورکول شوی، چا چې به یې هم اواز اورېده، ځنګېده به. داؤد علیه السلام چې به کله زبور تلاوت کاوه نو انسانان، پیریان او مرغان به د نوموړي شاوخوا جمع کېدل.

عبادت او زهد

نوموړی ډیر عابد، متقي، پرهېزګار او له الله تعالی څخه وېره لرونکی انسان ؤ. تل به یې ژبه د الله تعالی په ذکر لنده وه. د نوموړي خوله له مشکو او نور څخه ډکه او تل به یې خپل رب یاداوه. د خپل عقلي قوت په مټ به یې د الله تعالی د نعمتونو او قدرتونو په اړه فکر کاوه. الله تعالی پرې د ښکلي اواز لورینه کړې وه په نرم اواز به یې د الله تعالی ذکر پر ژبه جاري ؤ. نوموړي به په ډېر لږ وخت کې بشپړ زبور تلاوت کاوه. الله تعالی یې پر ژبه هدایت ایښی ؤ. کله چې به یې هم ذکر پیل کړ داسي به ښکارېده لکه د زړه تل ته چې لویږي.

الله تعالی غرونه ورته مسخر کړي ؤ چې سهار او ماښام به یې د الله تعالی تسبیح ورسره بیانول. مرغان به ترې شاوخوا چاپیر شول او یو ځای به یې ورسره تسبیح کول او د نوموړي سره به یې قرائت کاوه. د نوموړي عبادت د هغه په ژوند او له مړیني وروسته یې د خلګو لپاره یوه بېلګه وګرځید او روژه یې غوره روژه او لمونځ یې تر ټولو غوره لمونځ وبلل شو.

نوربیا…… ان شاءالله

Related posts