مې 24, 2019

کرېکټ: د نوي کال په مناسبت ۱۰ اوریز جام سیالۍ پیلېږي

کرېکټ: د نوي کال په مناسبت ۱۰ اوریز جام سیالۍ پیلېږي

عزم(سه‌شنبه، کب ۲۱، ۱۳۹۷ ل): د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د نوي ۱۳۹۸ل کال په پار به لس اوریز جام سیالۍ ترسره کړي.

کرېکټ بورډ د دغه لیګ د ځای، لوبغاړو او لوبډلو په اړه معلومات نه دي ورکړي او نه یې د ترسره کېدو کره نېټه ښوولې ده.

افغان لوبډله او لوبغاړي په شل اوریزو لوبو کې ښه مهارت لري؛ خو په یو ورځنیو او څلور ورځنیو لوبو لپاره باید ډېرې ستړیاوې وګالي.

افغان لوبډلې له ایرلینډ سره په پنځو ورځنیو لوبو دوه لوبې وبایللې او دوه لوبې یې د توپ اچوونکو په مټ وګټلې.

کرېکټ بورډ د لس اوریز جام د ترسره کېدو اعلان داسې مهال کړی، چې څو ورځې وروسته د هندوستان سوداګریز جام سیالۍ پیلېږي او راشدخان، محمد نبي او مجیب الرحمن به په دغه لیګ کې تر پایه ولوبېږي.

افغان لوبډله د نړیوال جام مخکې له سکاټلینډ، ایرلینډ سره رسمي لوبې لري او له پاکستان او سویلي افریقا سره تمریناني لوبې هم لري، چې ګټل یې ورته ډېر اړین دي.

Related posts