مې 25, 2019

مسلماني خوري! اسلام څومره عزت درکړی دی

مسلماني خوري! اسلام څومره عزت درکړی دی

جبیر افغان

د جاهلیت په زمانه کې چې د ښځو کوم حیثیت او منزلت و په ټولنه کې، هغه هر چاته ښه معلوم دی. په کور کې د لور پیدایش عیب بلل کېدی او پلار به د دې شرم له امله له خلګو پټېدی.له څه زمانې وروسته به یې هغه لور ژوندی په خاورو کې ښخه کړه چې یو ناوړه او غیر انساني عمل دی.

د جاهلیت په زمانه کې د ښځي د خاوند له وفات وروسته د هغې د عدت تېرولو طریقه داوه چې پوره یو کال به یې د خرو یا پسو په خونه کې اچولې وه، د یو ناولي حیوان په حیث ورته کتل کېدل، خواړه به په بیل لوښي کې ورته اچول کېدل؛ نه ورسره چا چیښاک او خوراک کاوه او نه څوک ورنژدې کېدل. کله چې به یو کال پوره شو، نو بیا به یې د غلاظت یو ډک لوښی پر سر کښېښوی او شاته به یې واړاوه، چې ګواکي له هغه غلاظت څخه پاکه شوم. بیا به یو سپی او یا کوم د بزې سیرلی ورته راوستل شو، حیادي وي پر هغه به یې خپل فرج(شرمګاه)وموښل او د خدای شان دی، چې د دې عمل سره به هغه حیوان سمدستي مړ شو له دې وروسته به له عدت څخه پاکه شمېرل کېدل.

خو په اسلام کې د خاوند له مړیني وروسته مېرمن په ډېر قدر او احترام سره د نورو انسانانو سره ګډ ژوند کوي، خواړه یې د هغوی سره مشترک وي او څلور میاشتي لس شپې یې دومره عدت صرف ورته وټاکه چې له کوره دي نه وزي تر څو یې استبراء د رحم وشي.

اسلام ښځي ته ستر عزت او ویاړ ور په برخه کړ او د کور پاچا یې وګرځول. غربي ټولنه هم د پخوانیو جاهلانو په څیر بلکي له هغوی څخه په اخوا د ښځي د حقوقو او ازادۍ تر ملمع نامه لاندي د هغې ټول حقوق له هغې څخه سلبوي. په غربي ټولنه کې ښځي د نارینه وو په څیر مزدوري کوي او هر محرم او نامحرم یې تماشه کوي. د غرب ښځي د چمپلانو او بوټونو د اعلان پر اشتهاراتو او د دوکانداري توکو د مشهوره کولو لپاره پر عامو څلور لارو په نیم بربنډ شکل کې د نړۍ نندارتون ته وړاندي کیږي او عزت یې نیلام کیږي.

خو اسلام ښځي ته هغه نېکبختي او غوره ژوند ورپه برخه کړ، چې هغه یې د ملغلري په څیر په صدف کې پټه ساتلې ده او له هر ډول ناولو لاسونو او ارادو څخه یې عفت وربخښلی دی.

مسلماني خوري! که چیري د غربي ټولني او یورپي ژوند هوا لرې، نو باید پورته خبري دي په فکر کې مستحضري وي، او دا دي هم باید یاد وي چې اسلام چې کوم د عفت پړونی درباندي غوړولی دی، په غربي ټولنه کې هغه د مغرب هواګاني درڅخه وړي او له هر لوري درغځېدونکي ناولي لاسونه او چمبي دي د حیاء دغه پړونی څیري.

الهي! زمونږ مسلماني خویندي په عفت او پرده کې وساته.

Related posts