مې 24, 2019

ویسا: د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې ملي اجماع رامنځته شي

ویسا: د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې ملي اجماع رامنځته شي

 

(عزم دوشنبه ۱۳۹۷ کب ۲۰)

ویسا ورځپاڼې د حکومت او امریکایانو لخوا د وروستۍ ملکي مرګ ژوبلې په غبرګون کې د میدان وردګو د تیرې ورځې د لاریون په هکله خپله سرمقاله خپره کړې او ویلي یې دي چې که څه هم دا ښه اقدام ده خو په وینا یې چې،

“ مدني حرکتونه پر ژمنه اداره او پر اصولو پابندو چارواکیو اغېز لري، داسې اداره چې د ولس غوښتنې، لومړيتبونه، غم، درد، خوښۍ او ښادۍ ورته ارزښت ولري. د مدني حرکتونو له لارې د خلکو غوښتنو او اعتراضونو ته مسوولانه ځواب وایي؛ له بده بخته موږ داسې حکومت او چارواکي نه لرو چې دا ډول لاریونونه دې ورباند اثر وکړي “

ورځپاڼې ویلي اوس چې چارواکي څومره د ولس له ملاتړه بې برخې او منزوي کېږي، ښایي د دوی په نظامي تحرکاتو کې د ولس مرګ ژوبله او مصیبتونه نور هم زیات شي.
د ورځپاڼې په باور، تېر نژدې پینځه کلونه کافي تجربه ده، حکومتي چارواکي د ولس د سر او مال د خوندیتوب پروا نه لري بلکې عمداً دوی د ولس په ځپلو بوخت دي.

ویسا ورځپاڼې پر ولسونو غږ کړی ترڅو د دې قصدي بریدونو پرضد یوموټي شي او په خبره یې چې،

“په ټوله کې قومي مشرانو، مدني فعالانو او سیاسي فعالانو ته په کار دي چې د ولس د مرګ ژوبلې دغه پېښې عادي و نه ګني، د دې له پاره اړتیا ده چې هېواد شموله حرکت پیل شي او سیاسي، مدني او قومي مشران او فعالان ټول پکې را شامل کړای شي“

ورځپاڼه زیاتوي د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید یوه ملي اجماع را منځته شي او په لویه کچه اعتراض وکړي تر څو حکومت او چارواکي دې ته اړ کړای شي چې د ولس له وژلو لاس واخلي.

Related posts