مارچ 23, 2019

نیویارک ټایمز: امریکایانو په مذاکراتو کې د امتیاز ترلاسه کولو پخاطر ،۱۲ ملکیان وژلي

نیویارک ټایمز: امریکایانو په مذاکراتو کې د امتیاز ترلاسه کولو پخاطر ،۱۲ ملکیان وژلي

 

(عزم دوشنبه ۱۳۹۷ کب ۲۰)

امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د ننګرهار ولایت د تیرې ورځې ویرجنې پیښې ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې امریکایي ځواکونو دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د یوه خونړي برید پرمهال ۱۳ تنه بې دفاع ملکي وګړي ماشومان او ښځې شهیدان کړل.
ورځپاڼه وایي، امریکایي الوتکو تر چاپې وروسته دوه کورونه په نښه کړي وو؛ په یوه کور کي یو ‌‌‌‌‌‌ډاکتر او د هغه پنځه بې ګناه لوڼي ووژل شوې او بل کور کې د همدې ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ورور او د هغه څلور ماشومان وژل شوي دي.
نیویارک ټایمز وایي، امریکایان په دې موخه دغه وحشیانه بمبارۍ او عملیات ترسره کوي، تر څو د خبرو پر میز پر طالبانو فشار راوړي چې د دوی شرائط ورسره ومني.

بلخوا بیا ویسا ورځپاڼې د پژواک په حواله خبر ورکړی چې تیره ورځ امریکایي ځواکونو په برمل ولسوالۍ کې
اووه کسان له کورونو ايستلي ، بيا يې بیرون په مخامخ ډزو پر یوه ځای شهیدان کړي دي.

د سیمې خلک وایي د وژل شویو کسانو جنازې یې د اعتراض په موخه د ولسوالۍ د مقام مخې ته یووړې څو چارواکو ته وښيي چې دا ملکي وګړي دي نه وسله وال طالبان؛ خو په وینا یې چې د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني بیا د دې پر ځای چې وژل شوي کسان ملکیان ومني، پردي وسلوال او دوچند یاد کړل ؛ زیاته یې کړه، چې په دغو عملياتو کې د درېيو عربانو په ګډون ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *