مې 24, 2019

کرېکټ: افغان لوبډلې وروستۍ لوبه ایرلینډ ته وبایلله

کرېکټ: افغان لوبډلې وروستۍ لوبه ایرلینډ ته وبایلله

عزم(یکشنبه، کب ۱۹، ۱۳۹۷ ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ مساوي شوه او دواړو لوبډلو دوه ـ دوه لوبې وګټلې او یوه لوبه د ورښت له امله بې پایلې اعلان شوې وه.

په نننۍ لوبه کې پچه ایرلینډ وګټله، خو افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د تېرو لوبو په شان په لوبډله کې بیا ځینې لوبغاړي کېنول شوي وو او پر ځای یې نوي لوبغاړي اخیستل شوي وو، خو ناکام ثابت شول.
شهزاد محمدي په لومړي اور کې خپله ویکټه له لاسه ورکړه، چې پر لوبډله یې فشار ډېر کړ. جاوېد احمدي او رحمت شاه ورو لوبه پیل کړه، خو دواړو ویکټې له لاسه ورکړې.
د اصغر افغان او محمد نبي ملګرتیا د ایرلینډ پر وړاندې د لوړ هدف ټاکلو ته هیلې ډېرې کړې؛ خو محمد نبي هم وسوځېده.

په نننۍ لوبه کې شهزاد ۶، جاوېد احمدي ۲۴، رحمت شاه ۱۷، اصغر افغان ۸۲ ناسوځېدلې، سمیع الله شینواري صفر، محمد نبي ۴۰، نجیب الله ځدراڼ ۷ او راشدخان ۳۵ناسوځېدلې منډې وکړې او د ایرلینډ پر وړاندې یې د ۲۱۷ منډو کم هدف کېښود.

په ایرلینډي توپ اچوونکو کې جورج ډېکریل ۲، سیمي سنګهـ ۱، ټایم مورتاغ۱، انډ میکبراین ۱ او جېمس کېمرون ـ ډو هم یوه ویکټه واخیسته.

د ایرلینډ په توپ وهونکو کې پال سټرلېنګ ۷۰، اڼدریو بیلبرني ۶۸ او کوین اوبراین ۳۳ ډېرې منډې وکړې او د ۴۷.۲ اورونو په لوبولو یې د افغان لوبډلې هدف پوره کړ.

د افغان توپ اچوونکو له لوري مجیب الرحمن ۱، محمد نبي ۱، ظاهرخان ۲، راشدخان ‍۱؛ خو شاه پور ځدراڼ د ویکټې په اخیستو بریالی نه شو.

له دې سره د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ مساوي شوه.

افغان لوبډلې له دې وړاندې له ایرلینډ د شل اوریزو لوبو لړۍ د ۳ــ ۰ د مقابل کې ګټلې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبه پاتې ده، چې دواړو لوبډلو ته یې ګټل اړین دي.

Related posts