مارچ 23, 2019

د لباس شرعي اصول(2 برخه)

د لباس شرعي اصول(2 برخه)

مفتي محمد تقي عثماني صاحب

ژباړه: جبیر افغان

پر حضرت عمر رضي الله تعالی عنه باندې د چپني اثر

د حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه په اړه په روایتونو کې راځي چې نوموړی یوځل مسجد نبوي ته د خطبې لوستلو لپاره راغلی چې یوه ډیره خوندوره چپنه یې پر تن وه. کله چې له خطبې څخه فارغ شو نو کورته ولاړ، چپنه یې وکښل او ویې ویل چې بیا به دا چپنه نه اغوندم، ځکه چې په اغوستلو سره یې زما په زړه کې لویي او تکبر پیدا شو ځکه یې آئنده نه پر تن کوم. حال داچې هغه چپنه خپله داسي شی نه ؤ چې حرام دي وي، مګر الله تعالی چې د چا طبعیتونه شفاف ګرځولي وي هغوی ته وړه بده خبره هم ډېره ستره ښکاري. د دې مثال داسي وګڼئ لکه یوه جامه چې داغ درلودونکې وي او هر ځای پرې ټکي لګېدلي وي په داسي حال کې که پر هغه جامه یو بل داغ ولګیږي نو پر جامه یې اثر بیخي ښکاریږي هم نه.

زمونږ هم همدا حال دی چې زړونه او سینې مو له داغونو او ټکو ډک دي، ځکه خو که د شریعت خلاف کوم څه زمونږ په ژوند کې پېښېږي نو د هغه د ظلمت او بدۍ احساس هم مونږ ته نه کیږي. د کومو کسانو زړونه چې الله تعالی د شیشې په څير صاف ګرځوي، د هغوی مثال داسي دی لکه یوه صافه او سپینه جامه چې وي پر هغه جامه که معمولي غوندي ټکی هم ولګیږي نو له ورایه ښکاریږي. همداراز د الله تعالی د نیګو بندګانو زړونه پاک صاف وي پر هغو که معمولي د ګناه ناپاکي ولګیږي نو له زغملو یې پورته وي. نو د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه له کیسې څخه هم معلومه شوه چې د انسان پر اخلاقو، کردار او ژوند باندې هم د لباس اثر لویږي ځکه خو لباس معمولي مه ګڼئ او نه باید صرف نظر وګرځول شي او په اړه چې یې د شریعت کوم اصول دي باید وفهمول شي او عمل پرې کول هم اړین دی.

د ننۍ زمانې یو بل پروپاګند

نن صبا له خلګو دا هم ډیر اورېدل کیږي چې په ظاهري لباس کې پراته څه دي؟! زړونه باید صاف وي او زمونږ زړونه صفا دي، نیت مو هم نیک دی او د الله تعالی سره مو تعلق قائم دی. مونږ ټول کارونه ښه کوو نو که اصلا لباس بیخي بدل شي نو هم څه پروا کوي؟ ځکه چې شریعت د ظاهر نوم نه بلکي د باطن نوم دی، دین د جسم نوم نه بلکي د روح نوم دی. د شریعت روحانیت ته باید وکتل شي او د دین روحانیت وفهمول شي. نن صبا داسي خبري ډيري له خلګو څخه اورېدل کیږي، خپریږي او بیخي فیشن جوړي شوي دي.

نوربیا…… ان شاءالله

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *