مارچ 23, 2019

د عامې روغتیا وزارت: پر ایډز د اخته کسانو شمېر ۵۹۰۰ تنو ته رسېدلی

د عامې روغتیا وزارت: پر ایډز د اخته کسانو شمېر ۵۹۰۰ تنو ته رسېدلی

عزم(یکشنبه، کب ۱۹، ۱۳۹۷ ل): د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په افغانستان کې پر ایډز د اخته کسانو شمېر ۵۹۰۰ تنو ته رسېدلی، چې له نیمايي ډېر یې په نشه‌يي توکو روږدي کسان دي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالې وزیره مموسۍ زېور وايي، تېر کال د اېچ آی وي له امله ۲۸ تنه مړه شوي وو؛ خو د سږنیو تلفاتو په اړه یې څه ونه ویل.

دې وویل، د خطرونو د کمښت د نړیوالې ادارې د راپور پر بنسټ، افغانستان له ایډز سره د مبارزې او د اېچ آی وي ناروغانو د درملنې په لار کې د ۱۸۰ هېوادنو په منځ کې له جاپان، هندوستان، کوریا او پاکستان نه مخکې شوی او په ښه ځای کې راغلی دی.

د زېور په خبره، په افغانستان کې ډېری پر ایډز اخته کسان د نشه‌يي توکو د پېچکارۍ له امله پر دغه ناروغۍ ککړ شوي دي.

اوسمهال د هېواد په پنځسلو ولایتونو کې د ایډز ناروغۍ د درملنې مرکزونه جوړ شوي، چې زرګونه تنه پکې تداوي شوي هم دي.

د روغتیا د برخې کارپوهان د ایډز ناروغۍ مهم لاملونه ناروا جنسي اړیکې، د وینې ورکړه او د نشه‌يي توکو  د پېچکاریو کارول ښيي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *