د بادغیس ولایتي شورا: طالبانو تیره شپه دوه پوستې نیولې

 

(عزم شنبه ۱۳۹۷ کب ۱۸)

د بادغیس ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیزبیگ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو تیره شپه د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې دوه مهمې پوستې تر خپل واک لاندې راوستلې دي.
نوموړي ویلي، د طالبانو شمیر چې سلګونو ته رسیده د پرمختللو وسلو په مټ یې د اکازیو په سیمه کې پر میشتو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې تر دوه ساعتیزې نښتې وروسته دوه پوستې سقوط، ۱ عسکر وژل شوی ۷ تنه ټپیان شوي او ۱۲ تنه نور بیا نادرکه دي.

هغه خبرداری ورکړی چې که سیمې ته مرستندویه ځواکونه وا نه استول شي، ښایي د ولسوالۍ مرکز هم ژر ترژره سقوط وکړي.
خو د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي بیا وایي چې په پیښه کې یواځې یوه پوسته سقوط شوې او ځواکونه یې هم کمه مرګ ژوبله لري.
نوموړي هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې ځینې عسکر یې طالبانو ژوندي نیولي دي.
په همدې حال کې طالبانو د نیول شویو عسکرو ویډیو خپره کړې چې په کې ښوودل کیږي، د طالبانو روغتیا پالان د زخمي عسکرو تداوي کوي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي د برید پر مهال یې په سیمه کې ۱ ټولی او ۲پوستې نیولې ۷ تنه عسکر یې وژلي او شپږ نور یې ژوندي نیولي دي.
طالبانو د ۱۳میله وسلو او ګڼو مهماتو د نیول کیدلو ادعا هم کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close