مارچ 23, 2019

د اسیا پراختیايي بانک د کابل ـ کندهار لویه لاره بیا رغوي

د اسیا پراختیايي بانک د کابل ـ کندهار لویه لاره بیا رغوي

عزم(شنبه، کب ۱۸، ۱۳۹۷ ل): د ټولګټو وزارت مسوولین وايي، د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته د کابل ـ کندهار لویه لاره بیا رغول کېږي.

د یاد وزارت ویاند مهدي روحاني وايي، د کابل ـ کندهار د لویې لارې سروې پیل شوې او تر ۲۰۲۰ز کال پورې به د دې لارې ټولې ویجاړې شوې برخې بیا ورغول شي.

د روحاني په خبره، د اسیا پراختیايي بانک د دې لارې د مالي مرستې ډاډ ورکړی او د سروې د بشپړولو وروسته به یې لګښت هم معلوم شي.

د کابل ـ کندهار لویه لاره په درېیو پړاونو کې رغول کېږي، چې له میدان‌ښار نه تر سیداباد، له سیداباد نه تر غزني او له غزني نه تر کندهار پورې به ورغول شي.

د کابل او کندهار ترمنځ واټن ۴۸۰ کیلومتره دی؛ خو د اسیا پراختیايي بانک یوازې د ۱۳۶ کیلومترو د جوړولو د مرستې د ورکړې ویلي دي.

د دې لویې لارې هغه برخې بېرته رغول کېږي، چې ویجاړې شوي او یا د ټیټ کیفیت له امله له منځه تللي دي.

د کابل ـ کندهار لویه لاره د هېواد له مهمو لویو لارو څخه ده، چې کابل، میدان وردګ، غزني، زابل، روزګان، کندهار سره نښلوي او تر هرات رسېږي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *