کرېکټ: افغان لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې دویمه بریا هم خپله کړه

عزم(شنبه، کب ۱۸، ۱۳۹۷ ل): د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ په پیل شوې لوبلړۍ کې افغان لوبډلې ایرلینډ ته په یو ورځنۍ لوبه کې دویمه ماتې هم ورکړه.
د پرونۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او خپله یې توپوهنه پیل کړه، چې په ۴۹.۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۳ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې ۲۲۴ منډو هدف کېښود.
د افغان لوبډلې پیلوونکو لوبغاړو د تېر په څېر بیا ناکام شول او پر افغان لوبډله یې فشار ډېر کړ. حضرت الله ځاځي ۱۴، نورعلي ځدراڼ ۹، رحمت شاه ۱۵، اکرام علي‌خېل ۱، ګلبدین نائب ۱، نجیب الله ځدراڼ ۱۰، افتاب علم صفر، مجیب الرحمن ۱، اصغر افغان ۵۴، راشدخان ۵۲ او محمد نبي ۶۴ منډې جوړې کړې.
په ایرلینډي توپ اچوونکو کې انډي میکبراین، ۲، جېمس کېمرون ـ ډو ۳، باډي رینکین ۲، جورج ډېکریل ۱ او ټایم مورتاغ هم یوه ویکټه واخیسته.
د ایرلینډ په توپ وهونکو کې ویلیم پورټرفېلډ ۲۱، سیمي سنګهـ ۲۰ او کوین اوبراین ۲۶ منډې جوړې کړي او نور لوبغاړي یې په کمو منډو وسوځېدل.
افغان توپ اچوونکو یو ځل بیا د ایرلینډ پر وړاندې ښه توپ اچوونه وکړه. افتاب علم څلور، راشدخان ۲، مجیب الرحمن ۲، محمد نبي ۱ او ګلبدین نائب هم یوه ویکټه واخیسته.
ایرلینډ لوبډلې د ۳۵.۳ اورنو په لوبولو یوازې ۱۱۴ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې د ۱۰۹ منډو په لوی توپیر لوبه وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په روانه لوبلړۍ کې دوه لوبې افغان لوبډلې، یوه ایرلینډ او یوه لوبه د ورښت له امله بې پایلې اعلان شوې.
راتلونکې لوبه سبا د افغانستان پر وخت ۱۲ بجې پیلېږي او افغان لوبډلې ته پکار ده، چې د روانې لوبلړۍ د ګټلو لپاره سبانۍ لوبه هم وګټي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close