مارچ 23, 2019

کرېکټ: افغان لوبډله راتلونکې لوبه کې باید کومې نیمګړتیاوو ته پام وکړي؟

کرېکټ: افغان لوبډله راتلونکې لوبه کې باید کومې نیمګړتیاوو ته پام وکړي؟

عزم(پنجشنبه، کب ۱۶، ۱۳۹۷ ل):د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ سبا څلورمه یو ورځنۍ لوبه ده. له ایرلینډ سره د روانې لوبلړۍ یوه لوبه افغان لوبډلې، یوه ایرلینډ او یوه بې پایلې پایلې ته رسېدلې.
د تېرې سې شنبې په ورځ افغان لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې هم په توپوهنه، هم په توپ اچوونه او هم په ډګر ساتنې کې نیمګړتیاوې لرلې، چې له امله یې لوبه هم وبایلله.
دوه کېچونه رحمت شاه، یو نجیب ځدراڼ، یو مجیب الرحمن او هم د ډګر ساتنې له امله ایرلینډ ډېرې منډې ترلاسه کړي.
شهزاد محمدي په ۱۵ توپونو ۵، رحمت شاه په ۱۰ توپونو ۱، حشمت الله شهیدي په ۱۵ توپونو ۱۱، سمیع الله شینواري په ۳ توپونو ۴، محمد نبي په ۴ توپونو ۲، راشدخان په ۱۰ توپونو ۸، دولت ځدراڼ په ۳ توپونو۲، لوبډلمشر اصغر افغان په ۱۰۹ توپونو ۷۵ منډې، حضرت ځاځي په ۳۳ توپونو ۳۴ او نجیب الله ځدراڼ په ۹۸ توپونو ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او د ایرلینډ پر وړاندې یې ۲۵۶ ټولې منډې جوړې کړې.
په توپ اچوونه کې افغان لوبډله یو ځل بیا د چټک توپ اچوونکو له کمي سره مخ وه. افغان لوبډلې سره یوازې دولت ځدراڼ چټک توپ اچوونکی و؛ خو سعید شېرزاد، ګلبدین نائب او افتاب علم ته یې لوبه کې برخه ورنه کړه.
سبا ته باید څه وشي؟
افغان لوبډله باید د شهزاد پر ځای اکرام علي‌خېل، د سمیع الله شینواري پر ځای ګلبدین نائب، د رحمت شاه پر ځای نورعلي ځدراڼ او افتاب علم او یا سعید شېرزاد ته برخه ورکړي؛ څو د چټک توپ اچوونکو کموالی او هم د ډنګ ساتنې برخه پرې ډکه کړي.
افغان لوبډله له ایرلینډ په یو ورځنیو لوبو کې په رینکینګ«پوړیو» کې مخکې ده او د ګټې په وخت کې افغان لوبډله ډېره شاته ځي او ایرلینډ ته ډېرې نمرې ورکول کېږي. د روانې لوبلړۍ لپاره باید افغان لوبډله دواړه لوبې وګټي؛ څو د روانې لوبلړۍ جام هم واخلي.
دغه لوبې د افغانستان په کوربه‌توپ د هندوستان په دهرادون راجیوګاندي لوبغالي کې کېږي.
افغان لوبډلې له ایرلینډ د شل اوریزو لوبو لړۍ ګټلې او د روانې میاشتې په ۲۰مه نېټه له ایرلینډ سره یو څلور ورځنۍ«ټېسټ» سیالي هم لري.
محمد مهاجر

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *