مې 23, 2019

ننګرهار: بهسودو ولسوالۍ کې د برېښنا د ورکړې چارې پیل شوې

ننګرهار: بهسودو ولسوالۍ کې د برېښنا د ورکړې چارې پیل شوې

عزم(سه‌شنبه، کب ۱۴، ۱۳۹۷ ل): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د شل کيلو ولټه برېښنا د لېږد په موخه د ستنو د نصبولو چارې پیل شوې.

د ننګرهار د برېښنا رئیس اکرام الله عابد وايي، د پایو د براکتور نصبولو د چارې له بشپړولو وروسته به دغه سیمې ته هم برېښنا ولېږدول شي.

بهسود له جلال اباد ښار سره نږدې ولسوالي ده؛ خو زیات خلک یې برېښنا نه لري.

اخوا، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۳۵۰ کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو رسولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په اچین ولسوالۍ کې د نږدې ۳ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اچین ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي، د دې پروژې په مټ به ۳۵۰ کورنۍ پاکو اوبو ته لاس رسی پیداکړي.

اچین د ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې پکې داعش پراخ حضور درلود او سلګونو کورنیو خپلې مېنې پرېښې وې.

Related posts