مې 24, 2019

په چین کې به اوس روبوټ ماشومانو ته درس وایي

په چین کې به اوس روبوټ ماشومانو ته درس وایي

په چین کې په مکتبونو کې د استاذانو ځایونه اوس روبوټ نیولي دي چې ماشومانو ته به درسونه وایي.

د ټیکنالوجۍ په دې پرمختللې زمانه کې د ژوند په هره څانګه کې د روبوټ استعمال بیخي عام شوی دی. څنګه چې روبوټونه د انسانانو د ژوندانه نور کارونه اسانه کوي همدارنګه به اوس په درس او تدریس کې هم برخه اخلي.

د چین په بیلابیلو ښونځیو کې د Bingo په نامه روبوټ ماشومانو ته د انګریزي، ریاضي او سائنس تر څنګ د غیر تعلیمي فعالیتونو تعلیم هم ورکولی شي.

د سبق یادولو او خبرو کولو له امله روبوټ د ماشومانو توجه راجلبوي او هغوی ته بې کچي خوښي وربخښي.

Related posts