مارچ 23, 2019

کابل بازارونه:  د خوراکي توکو بیې  پورته تللې

کابل بازارونه:  د خوراکي توکو بیې  پورته تللې

 

عزم یکشنبه ۱۳۹۷ کب ۱۲)

د کابل په بازارانو کې د ځینو خوراکي توکو په بیو کې زیات تغییر راغلی او له سون توکو سره یوځای یې بیې لوړې شوې دي.
دکانداران او سوداګر وایي،  د توکو د لوړیدو لامل له پلازمینې کابل سره د مهمو ولایتونو د لارو تړل کیدل دي چې د وروستیو سختو اورښتونو له امله لا هم ځینې تړلې پاتې دي.

د خوراکي توکو نرخونه:
نن د کال په بازارونو کې ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو  عمده بیه له ۱۳۲۰ نه ۱۴۲۰/ پرچون ۱۴۷۰افغانیو ته لوړه شوې او د ۴۹ کیلو ګرامه بورې بیه له ۱۶۸۰ افغانیو ۱۷۰۰ /پرچون ۱۷۵۰افغانیو ته پورته شوې ده.

خو د نورو خوراکي توکو بیې د تیرې اونۍ په څیر په خپل حال دي.  ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ  سیله وریجې عمده په ۲۰۰۰  افغانۍ/ پرچون ۲۴۰۰ افغانۍ؛   ۱۶ لېتره خورشید غوړي عمده په ۱۰۰۰ افغانۍ / پرچون په ۱۱۰۰ افغانۍ ؛ یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای عمده په  ۲۸۰ افغانۍ / پرچون۳۰۰ افغانۍ او د یو کیلو ګرامه افریقايي تور چای عمده په ۳۰۰ افغانۍ او پرچون په ۳۵۰ افغانیو پلورل کیده.

د سون توکو بیې:
د کابل په بازارونو کې د یو خروار بلوط لرګیو بیه له ۷۰۰۰ نه تر ۷۲۰۰ او د یو خروار سرې ارچې بیه بیا له ۶۵۰۰ تر ۷۰۰۰ افغانیو لوړه شوې ده.

خو یو کیلو مایع ګاز د تیرې اونۍ په څیر ۶۵ افغانۍ ؛ یو لیتر پطرول  ۴۸ افغانۍ او یو لیتر ډیزل په ۴۷ افغانیو پلورل کیدل.

د سرو زرو بیې رالویدلې:

د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ۲۵۵۰ نه ۲۵۰۰ ته را لویدلې او یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سرو زرو بیه بیا له ۲۵۰ نه ۲۰۰۰ ته راښکته شوې ده.

د اسعارو بیې
یو امریکایي ډالر اخیستل …………. 74.60افغانۍ
پلورل ………… 74.62 افغانۍ

۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې اخیستل …… 533.00 افغانۍ
پلورل ….. 534.00 افغانۍ
د اماراتو یو درهم اخیستل ………………. 20.20
پلورل……………… 20.30

زر ایراني تومن اخیستل ………….. 5.80 افغانۍ
پلورل …………. 5.90 افغانۍ
یو سعودي ریال اخیستل ………………… 19.70
پلورل ……………….. 19.80

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *