افغان وژنه جریان لري

خط اول:
له تیرو څومیاشتو راهیسې امریکايي او داخلي ځانګړو ځواکونو یو لړ بې سابقې کړنو او وحشتونو ته لاس اچولی. هره شپه په اوسط ډول پنځه یا شپږ ځایه د هیواد په بیلابیلو ولایاتو کې په ولس میشتو کلیو چاپې وهل کیږي. امریکایي او داخلي ځواکونه د خلکو په کورونو هجوم وروړي، دروازې په بمونو الوځوي. خلک له کورونو راباسي او په سخت یخ کې یې له کوره بهر برمته کوي. کله ناکله خو په کورونو له ورختلو سمدستي وروسته په خلکو ډزې کوي. ماشومان، ځوانان او زنانه په خپلو بسترو کې شهیدانوي. خو په دغو ځپل کیدونکو کلیوالو کې بختور هغه دي چې له لومړني قاتلانه هجوم څخه ژوندي ووځي. وروسته یې کورونه لومړی چور او ورپسې په عمدي ډول د بمونو په واسطه الوځول کیږي او د خاورو په ډيرۍ اوړي.
دغه د تخریب، وژنو، لوټ تالان او ځورونو عملیات په ټول افغانستان کې جریان لري، خو اصلي دائره یې د کابل شاوخوا یا ورنږدې ولایات دي، غزنی، میدان وردګ، پکتیا، لغمان، خوست او ننګرهار هغه سیمې دي چې تقریبا هره شپه د داسې غمیزو او فاجعو شاهدې وي.
د پیښو له وقوع وروسته که په کومه سیمه کې انټرنیټ کار کوي، نو د عامو خلکو په واسطه د دولتي ځواکونو د وحشت او ظلم خبر سوشل میډیا ته راووځي، عکسونه او د وحشت صحنې یې لاس په لاس شي، عام خلګ ورباندې دردمن شي او یوه ورځ بعد په نویو وحشتونو د پرون فجائع تېر او هیر وبلل شي. په دې منځ کې د نوټ وړ مهمه نقطه دا ده چې دولتي رسنیو او زیاتره آزادو مطبوعاتو په دې وحشتونو ګونګې روژې نیولې او حتی د د ډیرو سترو پیښو په اړه یې هم هیڅ خبر یا تبصره نه خپروي.
هیڅوک نه پوهیږي چې د قتل، تخریب او تعذیب د دې ناتمام تسلسل علت او مقصد بالاخره څه دی؟ آیا امریکایان غواړي له بشپړ خروج وړاندې له افغان کلیوالو د خپل شکست انتقام واخلي؟ آیا اشرف غني لیونی شوی او خپل بیچاره اولس ورته مهدور الدم ښکاري؟ آیا ځانګړي ځواکونه چې امریکایانو د خپلو پوځي مقاصدو لپاره روزلي په دې ډول عملي تمرینات او د ځانګړو عملیاتو مانورې ترسره کوي؟ او که علت یې کوم بل دی.
د یو سالم انسان عقل خو هیڅکله دې ته دلیل نه شي پیدا کولای چې د کلیو او اطرافو بیچاره، غریب او دربدره هیوادوال داسې په ناترسۍ او بې دلیله ووژل شي. آخر د خلکو د کورونو نړول څه مقصد او مفهوم لري او د لړزانده حکومت کومه پایه ورټینګولای شي؟؟ که خبره د جګړې وې، جګړه خو له طالبانو سره ده، چې معلوم جنګیالي، تشکیلات او پوځي جوړښتونه لري. د طالبانو تر نوم لاندې د ولس قتل عام او د تروریستي مراکزو تر عنوان لاندې د خلکو د خټینو کوډلو تخریب د هیڅ انساني عقل په مقیاس نه برابریږي.
وروستۍ خبره دا چې څومره چې د دغو قاتلانه عملیاتو او وحشتونو عوامل مبهم او نامعلوم دي، پایلې یې همدومره واضحې دي. د دې ولس خلک یو تاریخي خصوصیت لري، هغه دا چې هیچا ته حتی د یوې ذرې په اندازه انتقام هم نه ورپریږدي. نو د دې وحشیانه عملیاتو حتمي پایله دا ده چې د ولس په زړه کې به د معاصرو حاکمانو په اړه د غصې او انتقام احساس نور هم په څپو کړي، چې همدا د ولس دښمني بیا همیشه د ظالمو حاکمانو د زوال سبب ګرځیدلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close