د لویې جرګې د دائریدو او یو لړ نورو مسایلو په اړه له لیکوال او شنونکي ذاکر جلالي سره د“عزم“ ځانګړې مرکه

محترم جلالي صاحب ښه راغلاست!

کور اباد، مننه،
سلام، مينه او درناوی تاسې او د عزم ټولو لوستونکو ته!

  • د لومړۍ پوښتنې په توګه؛ په اوسني وضعیت کې د لویې جرګې رابلل څنګه ارزوئ آیا د حکومت پلان خو ترې د تبلیغاتي انتخاباتي استفادې اخیستل نه دي؟

ځواب: لویه جرګه زموږ یوه داسې درنه، ګټوره او تاریخي عنعنه ده چې په تاریخي لحاظ یې درنې پرېکړې کړي دي. نن بیا موږ له سختو حالاتو تېرېږو، له ډېره وخته اړتیا ده چې د افغانستان د لویو ستونزو په تړاو یوه واقعي لویه جرګه راوبلل شي او حل لارې په کې په ګوته شي. د ډاکټر غني حکومت تر دا نژدې وخته د لویې جرګې له نامه سره حساسیت درلود. اوس چې له نېکه مرغه د افغان سولې بهیر کې هم له امریکایانو سره خبرو کې د پرمختګ خبره کېږي او هم په مسکو کې شرایط برابر شول او افغانان خپلو کې سره جرګه شول، حکومت متاسفانه د مخالفت لار ونیوله، د سولې له هرې ناستې او اقدام سره یې دښمني پیل کړه چې نتیجه یې خپله انزوا شوه. اوس حکومت د «مشورتي» لویې جرګې له راغوښتلو زما په ګومان دوه هدفونه لري: یو د سولې په بحث کې ځان ته ترې مشروعیت اخلي؛ او دویم، چې ویل کېږي د ټاکنو په تړاو پرېکړه په کې کوي. په دواړو صورتونو کې دا په اصطلاح جرګه کوم رول نه شي ادا کولای. زه ګومان نه کوم چې حتا کابل کې حاضر مهم سیاسي لوري دې په دغه جرګه کې ګډون ته زړه ښه کړي، د طالبانو ګډون خو لا لرې خبره ده. یوازې به حکومت د لنډمهاله، تاکتیکي او تبلیغاتي استفادې کوښښ وکړي.

  • دوهمه پوښتنه: په تور لیست کې د طالبانو د نومونو له امله طالبانو د پاکستان غونډه کې ګډون ونه شو کړای؛ آیا رښتیا هم دلته د تور لیست خبره وه او که طالبانو هم نه غوښتل دغه هیواد ته له امریکا سره تر جوړجاړي وړاندې ولاړشي؟

ځواب: په اسلام اباد کې د فبروري پر اتلسمه د غونډې د کېدو او نه کېدو دواړو خبر د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ورکړ. د نه کېدو په دلیل کې يې همدا تور لیست یاد کړی و لکه تاسې چې هم ورته اشاره وکړه. خو زه فکر نه کوم چې تور لیست دې دومره عملي وي؛ ځکه د طالبانو د سیاسي دفتر استازو په دې وروستیو کې ګڼو هېوادونو ته سفرونه کړي، سره له دې چې ډاکټر غني ملګرو ملتونو ته شکایت هم وکړ؛ خو ګټه یې نه ده کړې. دا پر خپل ځای؛ خو زه فکر کوم دوه ټکي مهم دي: یو دا چې که له تېر سپټمبر راهیسې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو لړۍ په پام کې ونیسو، په دوحه کې شوو ناستو څخه دواړه لوري خوشاله وو، د ډسمبر له اوولسمې تر نولسمې چې ابوظبي کې کومه ناسته وشوه، ویل کېږي چې د مجلس فضا ډېره مثبته نه وه. تېرو ناستو ښوولې چې له قطر بهر ناستو ډېره نتیجه نه ده ورکړې. نو طالبانو به قصداً نه وي غوښتي چې امریکایانو سره دې يې خبرې نورو هېوادونو ته د امتیاز اخیستو په منبع بدل شي. دویم ټکی په کې د امریکایانو نه لېوالتیا ده. د اسلام‌اباد د ناستې په تړاو امریکایانو هم څه نه و ویلي، تر دې وړاندې په جنوري کې هم په اسلام اباد کې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د ناستې احتمال و، خلیلزاد درې ورځې په اسلام اباد کې تېرې کړې؛ خو بالاخره قطر ته ولاړ او طالبانو سره یې له شپږ ورځو خبرو وروسته دواړو لوریو په لومړي ځل د پرمختګ یادونه وکړه. نو بناءً د اسلام اباد له ناستې په شا کېدل تر تخنیکي مشکل ماته تر ډېره د جهتونو قصدي پرېکړه ښکاري. خو هر څه چې و، دا ښه شوه چې د اسلام‌اباد پر ځای خبرې اصلي ځای یعنې دوحې ته وروګرځېدې.

  • درېیمه پوښتنه: د سیمې په کچه د طالبانو اوسنۍ سیاسي تګلاره څنګه ارزوئ آیا هغوی به وتوانیږي د سیمې د هیوادونو اعتماد خپل کړي؟

ځواب: کله چې د ۲۰۰۱ د اکټوبر پر اوومه نېټه امریکا پر افغانستان یرغل کاوه، د سیمې نژدې ټول هېوادونه د امریکا په خوښه یوه خوله وو. په دې کې شک نه شته چې د امریکا له یرغله په ملاتړ کې به فشار هم و؛ خو دا هم باید هېره نه کړو چې د طالبانو د ځینو تېروتنو له امله هم د سیمې هېوادونو د امریکا د یرغل هرکلی وکړ. مګر اوس چې د جګړې به اتلسم کال کې یو، دا هر څه بدل دي. بیا هم د تېر په څېر دوه دلایل لري: لومړی دا چې په نړیواله کچه د امریکا زبرځواکي له ننګونو سره مخ ده. هغه هېوادونه چې امریکا ترې ګواښ حساسوي، زموږ په شاوخوا ګاونډ کې موقعیت لري. دغه هېوادونه په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضوره اندېښمن دي او په دغه شته وضعیت کې د افغانستان ثبات او امنیت نه ویني. دویم دلیل د طالبانو سیاست ته ورګرځي. که څه هم طالبان تر اوسه نه دي توانېدلي چې خپله سیاسي تګلاره په یوه مدون سند کې خپره کړي؛ خو تر کومه یې چې په اعلامیو او د مشرتابه په اختریزو پيغامونو کې بیان کړي، د دوی سیاست هم د دې باعث شوی چې د سیمې هېوادونه ورسره لږ تر لږه اړیکې ټینګې کړي. طالبانو په ځلونو ټینګار وکړ چې له افغانستانه بهر اجنډا نه لري او د هغو ډلو مخه به نیسي چې زموږ ګاونډیو او د سیمې هېوادونو امنیت او ثبات له افغانستانه ګواښي. یعنې طالبانو مسوولانه سیاست غوره کړ. په نتیجه کې چې ګورو نن طالبان هم د سیمې د هېوادونو د هغه ځنځیر یوه کړۍ ده چې په افغانستان کې د بهرنیانو له پوځي حضور سره مخالف دي. کله چې د نومبر پر اتمه او نهمه د مسکو په ناسته کې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د طالب استازو په حضور کې ګډونوالو ته وايي چې د ترهګرۍ پر ضد به ګډه مبارزه کوو، د دې معنا دا ده چې د سیمې هېوادونه نه یوازې دا چې طالبان ترهګر نه بولي بلکې د ترهګرو او ورانکارو ډلو پر ضد د طالبانو د جګړې ملاتړ هم کوي.

  • څلورمه پوښتنه؛ د ملي یووالي حکومت ولې په پرلپسې توګه ملګرو ملتونو ته د طالبانو له سفرونو شکایت کوي، آیا حکومت د طالبانو له خوا د یوې سیمه ییزې اجماع له جوړیدو ویره لري او که تر شا یې نور څه هم شته؟

ځواب: له شک پرته، لکه ما چې مخکې ورته اشاره وکړه، هم په نړیواله کچه شرایط برابر شول او هم طالبانو په خپلو سیاستونو کې اصلاحات راوستل، په نتیجه کې سیمه‌ییزه جامع په داسې بڼه رامنځ ته شوه چې طالبان هم ورسره له نژدې په تماس کې دي. له بلې خوا د ملي يووالي حکومت مشرانو واک ته له رسېدو سره سم هر څه امریکا ته وسپارل، چې په نتیجه کې يې هم د سیمې د هېوادونو اعتماد له لاسه ورکړ او هم یې د امریکا ملګرتیا په برخه نه شوه. له بلې خوا د افغان حکومت اړیکې د سیمې له مهمو هېوادونو سره هم ښې نه دي. طبعاً افغان حکومت له دغه ډول وضعیته راضي نه دی؛ ځکه د سیمې مقتدر هېوادونه طالبانو سره اړیکه کې دي او افغان حکومت له دغې اجماع ګوښی دی. زه فکر کوم افغان حکومت هڅه کوي چې د سیمې د هېوادونو او طالبانو ترمنځ د نژدې اړیکو مخنیوی وکړي. له همدې امله د حکومت ځینې مشران وخت ناوخت داسې څرګندونې کوي چې ګواکې طالبان د سیمې هېوادونو ته ګواښ دي.

  • پنځمه پوښتنه: طالبان له حکومت سره منحیث نظام خبرې نه کوي او پر یوه بین الافغاني ډیالوګ ټینګار کوي چې هیڅ لوری پر بل فوقیت ونه لري؛ تاسو دغه پالیسي څومره ګټوره بولی او آیا د اشرف غني په مشرۍ اداره به دې ته زړه ښه کړي؟

ځواب: یوه مسئله باید واضحه کړو. بین الافغاني ډیالوګ معنا دا نه ده چې حتماً دې یو لوری په کې افغان حکومت وي. بین الافغاني ډیالوګ معنا دا چې کله چې د طالبانو او امریکایانو خبرې یوې مطلوبې نتیجې ته رسېږي او بهرني ځواکونه وځي، د راتلونکي نظام، اساسي قانون او ورته نورو ملي مسئلو په تړاو به ټول افغان لوري او طالبان یوه تفاهم ته رسېدلي وي. اوس حکومت د دې پر ځای چې داسې دریځونه ونیسي چې د بین الافغاني ډیالوګ ناستې تقویه کړي، پرخلاف یې دریځونه نیسي او د تخریب هڅه یې کوي. له افغان حکومت سره له خبرو انکار د طالبانو پخوانی سیاست دی، لکه ټول چې پوهېږو طالبان افغان ربړه پر دوو برخو وېشي: خارجي بُعد او داخلي بُعد. طالبانو ویلي چې لومړی به بهرني اړخ سره خبره کوي بیا به افغانان سره جرګه کېږي. اوس ښه خبره دا ده چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د خبرو له دوام سره مسکو کې افغان سیاسي لوري او طالبان کېناستل او عملاً یې د بین الافغاني ډیالوګ خیال ته یې رښتینې بڼه ورکړه. له نېکه مرغه د افغانانو ترمنځ د ناستو دغه لړۍ دوام پیدا کوي. دا چې د ډاکټر غني حکومت سره به خبرې کول ګټه ولري که یې نه کول، ولسمشر غني هم ځان ثابت نه کړ چې دی د خپلو پرېکړو واک او صلاحیت لري او سولې ته ژمنتیا لري.

 

  • شپږمه پوښتنه: په پوځ او اساسي قانون کې د طالبانو له اصلاحاتو مقصد څه دی او آیا دغه ډول اصلاحات به د حکومت په چوکاټ کې واکمن لوری ومني؟

ځواب: ښه، پوځ خو داسې یو ارګان دی چې بدلونونه او اصلاحات په کې راتلای شي. د اساسي قانون په تړاو طالبان استدلال کوي چې اوسنی اساسي قانون د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې جوړ شوی؛ نو کله چې بهرني ځواکونه وځي، افغانان خپلو کې سره کېني، پر یوه اساسي قانون به سره سلا کېږي. اکثراً رسنۍ داسې تبلیغات کوي چې ګواکې طالبان اساسي قانون نه مني، چې دغسې نه ده. طالبان هم پر اساسي قانون ټینګار کوي؛ خو دا ټکی باید په یاد ولرو چې د سولې خبرو له بریا وروسته به نظام کې ژور بدلونونه راځي، نو راتلونکو احتمالي بدلونونو لپاره اړ یو چې یو بل اساسي قانون ولرو چې د افغانانو اړتیاوې ځواب کړای شي او عملي حل لارې ولرلای شي.

  • اوومه پوښتنه: په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ له راتلونکې ناستې کومې هیلې شته او په کومو میکانیزمونو باید داخبرې وړاندې لاړې شي؟

ځواب: د طالبانو او امریکايانو ترمنځ په دوحه کې د جنوري له شپږ ورځنۍ ناستې وروسته په لومړي ځل د دواړو غاړو په اعلامیو کې د «پرمختګ» یادونه شوې وه. په دوحه کې د فبروري پنځه ویشتمې ناستې ته ځکه هیلې شته چې دواړو غاړو کاري ګروپونه ټاکلي او دغه کاري ګروپونه به خپل جزییات غونډې ته وړاندې کوي. طالب لوری به دا تضمین واضح کوي چې راتلونکي کې به متحده ایالاتو او د نورو هېوادونو امنیت ته به نه خپله ګواښ جوړوي او نه به نورو ډلو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا په ګډون د چا پر خلاف وکاروي؛ او متحده ایالات به د خپلو ځواکونو د وتلو جزییات شریکوي. نو هيلې شته، خدای دې وکړي چې دواړه لوري پر اصلي موضوع متمرکز پرمخ ولاړشي.

  • اتمه پوښتنه: ولې امریکایان د طالبانو او افغان حکومت پر مخامخ خبرو ټینګار کوي او د جګړې دوه ښکیلې غاړې یې بولي؟

ځواب: د افغان سولې بهیر پر وړاندې یو عمده خنډ همدا غوټه وه چې دا بهیر یې ډېر وځنډاوه. طالبان افغان حکومت سره د نه خبرو لپاره خپل دلیل لري. طالبان پر دې باور دي چې په ۲۰۰۱ کې د امریکا د یرغل پرمهال افغانستان کې د دوی حکومت و او نوی حکومت د امریکا د پوځي حضور تر سیوری لاندې رامنځ ته شو. له بلې خوا امریکایانو بیا ټینګار درلود چې طالبان باید افغان حکومت سره خبرې وکړي. دلته یوه باریکي شته. امریکایان هڅه کوي چې روانه جګړه کې بهرنی فکټور چې ډېر مهم او ټاکونکی دی، له پامه وغورځوي او یو ډول روانې جګړې ته د افغانانو ترمنځ د جګړې رنګ ورکړي. په دې کې شک نه شته چې اوس د جګړې نژدې ټول تلفات افغانان دي؛ خو باید په تمه اوسو چې د امریکایانو او طالبانو خبرې خپلې مطلوبې نتیجې ته ورسېږي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د لاس لنډېدو لامل شي. خو طالبان او نور سیاسي لوري باید سر له اوسه د دغسې یوې سناریو لپاره تیاری ولري. په مسکو کې پیل شوې د افغانانو ترمنځ خبرې چې راتلونکې هغه به یې په دوحه کې وي، کولای شي راتلونکي لپاره یوه ښه لارنقشه په ګوته کړي.
درناوی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close