طالبانو لوګر مرکز کې ۳ غله نیولي دي

 

عزم(چهارشنبه، ۱ کب ۱۳۹۷): طالبانو د لوګر مرکز اړوند، بیدک سیمه کې ۳ تنه غله د غلا له مال سره یوځای د سیمي د خلګو په همکارۍ نیولي دي.

پیښه تیره ورځ هغه مهال رامنځته شوې چې غلو له کابل څخه لوګر ته د دربس په بهانه یو ټکسي سراچه موټر د دربست په نوم را وستی و چې دغه سیمه کې یې غوښتل موټر ترې واخلي چې د دوی او موټر چلوونکي ترمنځ کشمکش رامنځته کیدلو وروسته د سیمې خلکو له طالبانو مرسته غوښتې.

نیول شوي غله د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسیدونکي دي چې طالبانو یې د اقرار یوه ویډیو هم خپره کړې.

د یادونې وړ دی چې لوګر مرکز خدر سیمه کې هم طالبانو څو میاشتې وړاندې درې تنه غله نیولي وو چې هغه مهال یې ویډیو هم خپره کړې وه.

د ویلو ده چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې په عامه توګه امن وي د غلا او نورو جنایي پیښو څرک نه ترسترګو کیږي، خو یواځې شپنیو چاپو او ړندو بمباریو خلک اندیښمن کړي وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close