مې 25, 2019

د روان وضعیت په تړاو له ملا عبدالسلام ضعیف سره د عزم ځانګړې مرکه

د روان وضعیت په تړاو له ملا عبدالسلام ضعیف سره د عزم ځانګړې مرکه

عزممحترم مولوي عبدالسلام ضعیف صاحب ښه راغلاست!

عزم- د مسکو د ناستې د ترسره کیدو لامل څه وو، آیا د هغې برخې لړۍ وه چې سیاسي مشرانو له وړاندې سنجولې وه او که په وروستیو کې د حکومت د سولې له طرحې د نا امیدي له امله ترسره شوه؟

ضعیف- بسم الله الرحمن الرحیم، تاسو او ټولو مینوالو او کتونکو ته مو السلام علیکم ورحمةالله و برکاته:
فکر کوم چې ملي اجماع یا د افغاني تفاهم او ډیالوګ لپاره چې طالبان هر وخت ژمن وو او نړیوالو ته یې هم دا ویل چې که له امریکایانو سره خبرې یوې نتیجې ته ورسیږي په افغانستان کې د افغاني تفاهم د لارې د هیواد مسئله حل کوي او نه غواړي چې یو انحصاري حکومت ولري او یا داچې د بهرنیانو تر وتلو وروسته یوه داخلي جنګ ته دوام ورکړي؛ نو له همدې کبله دوی دا غوښته چې دغه ژمنه پرځای کړي.

همداراز هغه مشکل چې طالبان یې له اوسنۍ ادارې سره لري دادی چې هغوی دغه اداره په رسمیت نه پیژني او مخامخ خبرې له هغوی ورسره نه کوي .امریکایانو هم ډیر کوښښ دا وو چې طالبان له افغاني جهت سره چې خلا یې حکومت ډکه کړې ، کینوي او خبرې ورسره وکړي.
نو کله چې د رسمیت موضوع مهمه ده، نو له حکومت سره هغوی په رسمي چوکاټ کې خبرې نه کوي، چې دا یوه بدیله لاره وه څو داسې یو افغانۍ ناسته چې یوه ملي بڼه ولري یو ښه لاره کیدلی شي.
په هرصورت دا یوې اجماع ته ورته مجلس وو او دا چې انتخاب یې ولې په مسکو کې شوی وو، دا نو د هغو افغانانو چې هلته اوسیدل؛ ابتکار وو چې د یوه افغاني ډیالوګ لپاره یې زمینه برابره کړې وه.

عزم- ولې د کابل ادارې د مسکو بین الافغاني مذاکراتو مخالفت وکړ، آیا حیثیت یې له پوښتنې سره مخ شو او که د طالبانو د استقلال او رسمیت پیژندنې خطره وه؟

ضعیف- فکر کوم له ارګه سره دوه مهم تشویشونه وو.
یوه اندیښنه دا وه ، دوی فکر کاوو چې په همدې مجلس کې به د انتقالي دورې“موقت حکومت“ بحث کیږي او لکه د ۲۰۰۱ په پیل کې چې شوې وه، دغه راز به د یوه موقت حکومت پر جوړولو بیا هم سلا کیږي.
دوهم دا چې دوی هڅه کوي نر نهایته پورې دغه حکومت د افغانستان د خلکو او ارادې ممثل او نماینده اداره وبولي، تر ډیره ښایي دا زور نور هم ووهي.
د دوی د مشروعیت پر وړاندې چې هره غونډه او هره ناسته کیږي دوی به هڅه کوي مخالفت یې وکړي.
زه فکر کوم چې دغه دوه علته یې دي.

عزم- د مسکو غونډې مثبت ټکي څه وو او دغه غونډه کې دواړو لوریو کومې لاسته راوړنې درلودې؟

ضعیف- څو مهم ټکي و چې د مسکو له کنفرانس څخه ترلاسه شول.
دا چې د افغانستان اسلامي امارت کله کابل ونیوی ۹۵ سلنه خاوره د دوی تر کنترول لاندې وه او د طالبانو اسلامي نظام هلته حاکم و.
نو د خلکو سره دا تشویش و ،که طالبان بیا هم راځي نو کیدای شي یو انحصاري نظام ولري.
طالبانو په ډیر وضاحت باندې هلته خلکو ته اطمینان ورکړ چې دوی ښځو په ګډون یوه افغان شموله اسلامي نظام غواړي.
دوهم داچې طالبانو ډاډ ورکړ چې په هیڅ قیمت د امریکایانو له وتلو وروسته جنګ نه غواړو البته که راباندې تحمیل نه شي له هیچا سره جګړه نه کوو.
دریم څه چې د ښځو د حقوقو موضوع وه هلته یې هم خپل مثبت پیغام خلکو ته ورساوو.
څلورم شی چې پر یوه افغاني ډیالوګ باندې توافق وشو چې باید دا مسئله په سیاسي میکانیزم مطرح او دیوه افغاني ډیالوګ له لارې حل شي دا هم موافې ته ورسیده.
پنځم دا وو چې افغانستان د افغانانو کور دی، د هیچا پر ضد به نه کارول کیږي او چا ته به د مداخلې اجازه هم په دغه هیواد کې نه ورکول کیږي.
شپږم دا چې چون افغانستان یو جنګ ځپلی هیواد دی ، بیا رغونې او پرمختګ ته اړتیا لري، نو په ګډه به به اینده کې د بهرنیانو او بین المللي ټولنې د مرستو د جذب لپاره کار کوي تر څو هیواد بیرته پر خپلو پښو باندې ودریږي.
تر ټولو مهمه هغه اوومه ماده ده چې داسې تبلیغ شوی و چې طالبان به ټول امنیتي ارګانونه له منځه وړي او د افغانستان ټول بنیادونه به نړیږي؛ طالبانو اطمینان ورکړ چې یواځې دا نه چې دوی د افغانستان د امنیتي بنسټونو نړول نه غواړي، بلکه د هغوی تقویه هم غواړي، حتیٰ تر دې چې له امریکایانو به هم وغواړي، هغه وسایل یې چې راوړي دي هغه بیرته افغانستان ته پریږدي .
البته له دې سره سره بیا هم دا اردو یا ملي امنیت یا ملي پولیس اصلاح ته ضرورت لري ـ هم بنیادي او بنسټیزې اصلاح ته چې په کومه روحیه باندې دوی جوړ شوي هغه روحیه باید ملي او اسلامي شي او دغه راز چې د ملي ټکی ورسره تړلی، باید کاملاً ملي شي؛ بل داچې دغه ځواک باید په خپلواکه او مستقله توګه د افغانستان لپاره کار وکړي نه د بل چا د استخباراتو اونورو هیوادونو لپاره.
زه فکر کوم چې ډیرې مهمې لاسته راوړنې په دې کنفزانس کې نغښتې وې، هم د طالبانو لپاره او هم د افغانستان د خلکو لپاره یوه ښه خوشبیني په کې پیشبیني شوې خدای ج دې وکړي چې عملي شي.

عزم- طالبان ولې نه غواړي چې په افغانستان کې دفتر ولري او دغه راز د غني حکومت ولې په قطر کې د طالبانو له دفتر څخه خوښ نه بریښي؛دغه راز که دا هم راته ووایاست چې د ملي یووالي حکومت ملګرو ملتونو ته د طالب استازو له سفرونو څخه په کومه انګیزه شکایت وکړ؟

ضعیف- د دفتر موضوع ډیره حساسه ده. هغه وخت کې هم چې کرزی واکمن و او اوس هم چې اشرف غني واکمن دی، تګلاره یې یوه ده، چې طالبانو ته د دوی په وړاندیز او رسمي مکتوب دفتر ورکړل شي.
مانا داچې دوی د طالبانو سیاسي دفتر په خپل واک کې ولري او یوه نوعه ځان ته مشروعیت هم ورکړي چې ګواکې دا دفتر مونږ ورکړی ؛ د دې صلاحیت هم ولري چې په آینده کې پکې د تصرفاتو سربیره له منځه یې هم وړلای شي .

تر اوسه دغه موضوع نه ده حل شوې .طالبان دا غواړي چې دفتر یې د ملل متحد په چوکاټ کې رسمي بڼه ولري ځکه دوی د افغانستان اوسنۍ اداره د یوه رسمي حکومت په توګه نه پیژني نو د هغوی هیڅ ډول مداخله او کنترول نه په کې غواړي؛ دغه مهم اړخ دی د اختلاف.

دا چې اشرف غني په کابل، کندهار یا ننګرهار کې د دفتر د ورکړې وړاندیز کړي، دا هم د دې هڅو یوه برخه ده.
اما طالبان د دوی هر نوع ارتباط، تماسونه او کنترول د دفتر پر وړاندې هم په خارج او هم داخل کې ردوي ، ځکه هغوی هیڅ نوعه له دوی څخه په دې برخه کې غوښتنه نه لري.
نو دا یوه حساسه موضوع ده.

دا چې حکومت ولې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی و، فکر کوم هغوی (حکومت) اوس په داسې موقف کې نه دي چې دنیا ورته غوږ ونیسي.
ځکه نړۍ اوس په دې لټه کې ده چې څنګه له طالبانو سره ښه روابط جوړ کړي او څنګه دا سیاسي پروسه ښه پر مخ ولاړه شي.
دغه راز نړیوال غواړي چې د طالبانو پر وړاندې د تورلیست په ګډون چې کوم خنډونه دي ، هغه باید لرې او دغه سیاسي پروسه سریعه او چټکه شي.
فکر کوم ملګر ملتونو ته شکایت کول د حکومت اندیښنه وه، چې ښایي د سولې پر وړاندې د دوی پر اراده نوره بدګماني هم زیاته کړي چې ولې په دومره نازک پړاو کې دا ډول اقدام کوي.

عزم -الزامونه زیات دا دي چې ولسمشرغني د واک د بقا په لټه کې ده ایا دا وقعیت ده، که واقعیت وي نو په انتخاباتو کې ولې له خپلې ناکامۍ ویره نه لري؟

ضعیف– قدرت بس دی، اشرف غني هم اوس د احتیاط حالت ته رسیدلی ، هغه چې کوم خوبونه لیدل چې افغانستان کې به څو کاله نور هم رئیس جمهور پاتې کیږي؛د سولې قهرمان به جوړیږي، آن تر دې چې دا بحث هم شوی و چې نوموړی به د نیبسن منډیلا په څیر د نوبل د سولې جایزه اخلي.
نو دغه شیان اوس ټول سرچپه شو نو ځکه دی ډیر په خپل فرض کړي تعبیر کې پاتې راغلی دی.
هڅه خو کوي چې قدرت کې پاتې شي، اما د انتخاباتو موضوع کې فکر دا کوي چې دا پروسه یې په کنترول کې ده ځکه کمیسیون به یې په ګټه باندې کار وکړي.
دغه راز به د حکومت له اوسني جوړښت څخه استفاده وکړي او په یقیني توګه به دی د څو نورو کلونو لپاره پاتې شي.
دغه کیدای شي د ده هیله وي، خو زه فکر کوم دا هیله به یې پوره نه شي

عزم– د مسکو تر غونډې وروسته د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ د بې باورۍ فضا څومره له منځه تللې او له راتلونکو غونډو څخه څه هیله لری؟
عزم –

ضعیف-مونږ عملي ولیدل چې د مسکو په غونډه کې داسې سوال پاتې نه شو چې د هغه لپاره دې ځواب نه وي ویل شوی او اطمینان یې هم د سیاسیونو لپاره تقریبا حاصل وو.
البته دا په اصولو کې وو. جې فروعو ته ولاړ شو نو بیا کیدای شي اختلاف نظر هم موجود وي، چې ښایي ډیر کار وغواړي.
په څو ورځو، اونیو اومیاشت کې هغه اطمینان نه شي حاصلیدای نه هغه مشکل او ستونزه حل کیدلی شي.
صبر، زغم، وخت، کار ، مسلسلې ناستې اوحوصله غواړي؛ له دې ټولو څخه به کار اخلي.
خو په مجموع کې په اصولو کې اطمینان حاصل شوی او په جزیاتو باندې نو فکر کوم په یوه کور کې هم اختلافات وي، دا خو لوی افغانستان دی.
زه باوري یم ، څه چې سیاسیونو غوښتل هغه یې په همغه ځای کې لاسته راوړل او څه چې طالبانو غوښتل هم یې ترلاسه کړل.
یانې په مجموع کې دواړه خواوې ګټندویه وې.
دا به بیا وخت ثابته کړي چې عملي جامه څنګه اغوندي

Related posts