اګست 20, 2019

خلیل زاد او دملي اجماع نوې اصطلاح

خلیل زاد او دملي اجماع نوې اصطلاح

خط اول:

د افغان سولي لپاره د امریکا د اولسمشر ټرمپ او بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی  زلمی خلیل زاد د خپل پنځم مهم سفر په لړ کې کابل ته را رسېدلی نوموړي اته ورځي وروسته دوحه کې له طالب استازو سره غونډه لري، د تیري اوږدې ناستې په تعقیب دې غونډي ته دواړي خواوي زیاتي هیلي لري او شونې ده یوه مسوده (چې کار ورباندي پیل شوی) لاسلیک ته اماده شي .

د افغان حکومت په هکله د طالبانو دریځ لا هم هماغه پخوانی دی او نه غواړي د یوه نظام یا حکومت په توګه مذاکرات ورسره وکړي، دا مسئله چې څومره حکومت تاکید پرې کوي او څومره یې مطبوعات بدرګه کوي په همدې کچه یې طالبان ردوي او د یوه نظام په توګه په کابل له حاکم قدرت سره خبري نه کوي.

خلیل زاد تېره شپه له اولسمشر اشرف غني سره شاوخوا پنځه ساعته پرلپسي ملاقات وکړ ، که څه هم د دوی تر منځ د ناستي بشپړ جزئیات رسنیو ته نه دي راوتلي خو یو څه چې ددې ناستي په دوهمه ورځ د خلیل زاد په مرکه او دناستي په هکله د ارګ په خبرپاڼه کې په ډاګه شول هغه د ملي اجماع  یا نوي میکانیزم اصطلاح  ده.

د ملي اجماع لفظ د ارګ له خبر پاڼي څخه د نوی میکانیز م په بڼه خپور شوی، ارګ له اشرف غني سره د خلیل زاد په لیدنه باندي یوه خبر پاڼه نشر کړې ده، خبر پاڼه کې راغلي چې اولسمشر له خلیل زاد سره د سولي په هکله په نوي میکانیزم غږېدلی دی .

خلیل زاد پخپله تازه مرکه کې د ملي اجماع نوې اصطلاح ډېره تکرار کړه او زیاته یې کړه تر څو چې افغان حکومت+ سیاسیون یوه ملي اجماع رامنځ ته نه کړي بین الافغاني مذاکرات کومي مثبتي نتېجې ته نشي رسېدای .

د خلیل زاد له دغي نوي اصطلاح څخه داسي ښکاري چې د اشرف غني ته يې دا ډاډ ورکړی چې د افغاني سیاسیونو په ناسته کې دي خپل استازي له طالبانو سره را راواني غونډی ته تیار کړي ، له یوه طرفه به مو له طالبانو سره مذاکرات کړي وي او له بل طرفه به د طالب بهانه ختمه شي او د سیاسیونو په توګه به د حکومت استازي هم د بین الافغاني مذاکراتو په را روانه غونډه کې ومني .

که د طالبانو او افغاني سیاسیونو تر منځ را رواني غونډي ته د اشرف غني استازي هم ورشي هغه هم د سیاسیونو په توګه نو دا به د طالبانو دا ادعا چې حکومت خپلواک نه دی او اوس هم په امریکایي مشورو ګذاره کوي نوره هم پخه ثابته کړي ، او حکومت به  په داسي بڼه له یوې سیاسي شرمندګي سره مخ شي چې خپله حکومت یې تمه نه کوله او طالبان یې لیدلو ته منتظر وو .

 

 

Related posts