امریکا: په یوه وسلوال برید کې څلور کسان وژل شوي دي

 

عزم(سه شنبه، ۳۰ سلواغه ۱۳۹۷): د امریکایي رسنیو د راپورونو سره سم په دغه هیواد کې په یوه وسلوال برید کې د درېیو ماشومانو په ګډون څلور کسه وژل شوي دي.

امریکایي رسنۍ وایي چې برید د دغه هیواد په مشیګان ایالت کې د یوه وسلوال له لوري ترسره شوی چې خپله بریدګر له سیمې روغ وتلی.

پولیس وایي پېښه تر څېړنې لاندې ده د بریدګر په نیولو پسې د پولیسو هڅې روانې دي چې وروسته به یې جزئیات شریک شي.

دا پداسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم په یوه برید کې څو کسان وژل شوي وو چې دپولیسو په ځوابي برید کې بریدګر هم وژلی وو.

امریکا کې په تېر ۲۰۱۸ کال کې د بریدونو د زیاتوالي له امله د وسلو د پلور او کارو بار پر ضد پراخ لاریونونه هم وشول خو ونتوانیدل چې مخه یې ونیسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close