طالبانو د ملا برادر اخند د نیول کیدو راپورونه رد کړل

(عزم شنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۲۷)

طالبانو د ځینو رسنیو لخوا هغه خپاره شوي راپورونه رد کړل چې ګواکې د دوی د مشر “شیخ هبةالله“ سیاسي مرستیال او د قطر دفتر رئیس ملا برادر اخُند د پاکستان له خوا نیول شوی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي،

“موږ دغه راز پروپاګند په کلکه ردوو، دغه ډول پروپاګند له تیرو څو ورځو راهیسې د استخباراتي کړیو لخوا خپریږي او ځينې رسنۍ هم باور پرې کوي او دغه ډول بې اساسه خبر نشروي“

طالبان وایي، ملا برادر اخند پخپلو کارونو بوخت دی، هیڅ ډول مشکل ورته نه دی پيښ شوی او په دې هکله یې ټولو هیوادوالو او منسوبینو ته اطمینان ورکړی دی.

باید وویل شي چې طالبانو تیره ورځ هغه راپورونه هم رد کړل چې ګواکې له پاکستاني مقاماتو سره د لیدنې له امله یې ډله کې درز راغلی اوزیاته یې کړه چې د دوی مشران دومره په اومړي تار هم نه دي تړلي چې رسنۍ دې یې په منځ کې درز واچوي.
په پام کې ده چې طالب پلاوی به د پاکستان په رسمي بلنه د دوشنبې پر ورځ اسلام آباد ته سفر وکړي او د دغه هیواد له لومړي وزیر عمران خان سره به دلیدنې ترڅنګ له پاکستاني چارواکو سره د افغان مهاجرینو او افغان سوداګرو ستونزې هم وڅیړي.
د رویټرز آژانس خبر ورکړی چې په دغه سفر کې به طالب چاروکي د سعودي له ولیعهد مجمدبن سلمان سره هم وګوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: