مارچ 23, 2019

د طالبانو له ویاند  ذبیح الله مجاهد سره د شرق الاوسط ورځپاڼې مرکه

د طالبانو له ویاند  ذبیح الله مجاهد سره د شرق الاوسط ورځپاڼې مرکه

اشرف غني درته د مخامخ خبرو بلنه درکړې ایا له نوموړي سره خبرې کوئ؟

له امریکايي استازي خلیلزاد سره مو د ناستې او له پښتانه او سُني اشرف غني څخه مو د انکار په اړه څه نظر دی ؟

ځواب:

مونږ په تاکید سره ویلي چې د کابل اداره  دکوم نظام په ډول په رسمیت نه منو او نه هم په هغو مسائلو بحث ورسره کوو چې په دوی پورې اړه نه لري اونه يې په اړه  صلاحیت لري، ځکه اوس موږ له امریکایانو سره د اشغال په پای ته رسولو په مذاکراتو بوخت یو.

تش  په نامه اسلامیت د اعتبار وړ نه دی، بلکې واقعي اسلامیت هغه دی چې د ا شغالګرو له ملاتړه لاس واخیستل شي، د مسلمانانو د شتمنیو تحفظ وکړل شي، بي لاري منصرینو ته د مسلمانانو د منحرف کولو په غرض د همکاري زمینه مساعده نه کړل شي.

واقعي مسلمان هغه دی  چې په کړو وړو کې یې د اسلامیت آثار ښکاره شي.

له خلیلزاد سره ځکه مونږ خبرې کوو چې هغه د اشغالګرو اصلي استازی دی.

د هغه برعکس اشرف غني د امریکایانو یو محلي مزدور دی چې پر افغان ولس یې تحمیل کړی دی.

ځکه نو اشرف غني او د هغه رژیم یوه فرعي ستونزه ده چې د اشغال تر خاتمي وروسته یې افغانان په خپل منځ کې حل کولای شي.

پوښتنه:

په تیر اختر کې موږ داسې انځورونه ولیدل چې طالبان او د کابل حکومت عسکر په ډیره خوښۍ یوله بل سره تر غاړي کیدل، ایا دا شوني ده چې یو مهال د کابل حکومت چارواکي او د طالبانو مسؤلین هم په دغسي یوه چلند کې سره ولیدل شي سره؟

ځواب:

د کابل رژیم عسکر د ولس هغه نیستمن او تنګ لاسي ځوانان دي چې فقط د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره د هغوی لیکو ته ورغلي، او ور ته د طالبانو په اړه ناسم تبلیغات شوي دي.

د اختر په اوربند کې د یوه فرصت په توګه دا زمینه مساعده شوه چې هماغو تیر ایستل شویو عسکرو طالبان په خپلو سترګو ولیدل، چې ډیر ښه تأثریې تري واخیست او د هغه تأثر په نتیجه کې یې تر اوربند وروسته ډیره مرسته له طالبانو سره وکړه.

اما د رژیم لوړ پوړي چارواکي داسې نه دي؛ بلکې هغوی د غرب له فکره متأثرشوي او د هغه تأثر پر اساس عملا د اشغالګرو ترڅنګ په لوړو دندو کې کار کوي، ځکه هغوی معذور نه بلل کیږي .

خو که همدا چارواکي له خپلو جرمونو څخه لاس په سر شي او توبه وکاږي ، نو خامخا به زموږ چلند  هم ورسره ښه  اوله هغوی سره به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ورورۍ تعامل کوو.

پوښتنه:

امریکايي استازي زلمي خلیلزاد تیره دوشنبه له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې له موږ سره د کار د چوکات مسوده شته ده چې باید د هغې مطابق کار تمام او بیا ورباندې پریکړه وکړو. نوموړي زیاته کړه : طالبانو داسې ژمنې وکړې چې موږ تري خوښ یو، هغوی باید داسې څه وکړي چې افغانستان بیا د هغو ډلو او افرادو په ځاله بدل نه شي کوم چې په تروریستي کړنو کې ښکیل دي ، تاسو یې په اړه څه وایاست.

ځواب:

 له امریکايي جهت سره زموږ خبرې روانې دي، امریکايي ځواکونه د اشغال په پای ته رسیدو باندې سلا شوي دي، موږ هم په خپله خواکې دا ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې څخه هیچاته نه ضرر متوجه وو اونه به له دې هیسته متوجه وي.

مونږ د خپل دین او ولس د تحفظ لپاره هلي ځلي کوو، او په داسې څه به پریکړه کوو چې په هغه کې مو دیني او وطني مصالح محفوظ وي.

پوښتنه:

ایا ستاسي او امریکایانو ترمنځ د اوربند، خارجي ځواکونو د وتلو د مهال ویش ترڅنګ د بندیانو د تبادلې او افغانستان بیا ځلی د ترهګرو ډلو په ځای نه بدلیدو په څیر داسې نور کوم لانجه من ټکي شته دي؟

ځواب:

زموږ اساسي مطلب له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي، پر بهرنیو ځواکونو زموږ بریدونه د هغوی د پرشاتګ اساسي وسیله ده ځکه نو له څه پریکړې پرته له هغوی سره اوربند ناشونی دی.

همدا ډول د هغو بې ګناه افغانانو له بند څخه خوشې کول اړین دي چې په ظلم او جبر سره له خپلو کورونو ایستل شوي او مودې مودې په زندانونو کې ساتل کیږي.   له افغانستان څخه هیچاته خطر متوجه نه دی اونه هم داسې کولو ته افغانان اجازه ورکوي.  نو زموږ لخوا داسې ټکی نه دی پاتې چې حل شوی نه وي، البته امریکایان هم پخپل اړخ کې ډير مسئولیت لري، د اشغال پای ته رسول، همدا ډول له داعشي فتنه ګرو څخه حمایت نه کول چې زموږ هیواد او سیمې ته د زیان رسولو اراده لري.

همدا اوس له داعش سره زموږ د جګړې لومړۍ کرښې د امریکايي الوتکو لخوا بمباریږي، موږ له امریکایانو دا غواړو چې هغوی د داعش له ملاتړه لاس واخلي تر څو موږ په خپل هیواد کې د سولې، سوکالۍ او بیا رغونې ژوند پیل کړو.

پوښتنه:

غربي ناظرین په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر دولتي ځواکونو د بریدونو د زیاتوالي لامل پوښتي ، تاسو يي په اړه څه وایاست؟

ځواب:

پر داخلي ځواکونو زموږ د مجاهدینو د بریدونو زیاتوالي لامل دادی چې همدا ځواکونه له امریکایانو سره په ملتیا د خپل ولس په خلاف جنګیږي ، همدا ځواکونه دي چې امریکایان یې د وسیلې په توګه کاروي او پر ولسي خلګو باندې په هرو عملیاتو کې له دوي څخه استفاده کوي، همدا وجه ده چې د دوي تلفات هم ډیر دي او د مجاهدینو لخوا په نښه کیږي هم ډیر.

سره له دي چې بهرنیان له مجاهدینو سره له مخامخ کیدو څخه ځان ساتي  او شمیر یې هم محدود دی خو هغوی بیاهم د مجاهدینو لخوا ځاني او مالي تلفات ویني او وژل کیږي.

پوښتنه:

ایا تاسو له ګاونډیو هیوادونو څخه مرستې ترلاسه کوئ،خاصتا په دې وروستیو کې دا خبرې اوریدل کیږي چې له ایران سره مو اړیکې ډیرې ښې شوې دي؟

ځواب:

موږ خپل ګاونډیان او ټول مسلمانان دیته را بولو چې د امریکایانو خلاف زموږ د جهاد داسې ملاتړ وکړي لکه د شوروي اشغال په مهال چې یې زموږ ملاتړ کاوه، خو له بده مرغه چې د امریکايي اشغال په مهال په دې اړه  ډیر تقصیر لیدل کیږي.

موږ له ټولو هیوادونو څخه هیله لرو چې په دې اړه پرخپلو مواقفو باندې له سره غور وکړي او په هغه څه اقدام وکړي چې په هغه کې د مسلمانانو او همدا راز د ټولې سیمې مصلحت وي.

زموږ په بهرنیو اړیکو کې د ښه پرمختګ له وجې زموږ اړیکې  له ټولو ګاونډیانو او ټولې سیمې سره ښې شوې دي.

پوښتنه :

تاسو په افغانستان کې پر څومره مساحت واکمنۍ لرئ؟

ځواب:

موږ تقریبا د هیواد په اکثریت تسلط لرو، مجاهدین مود کابل په شمول هرځای شتون لري، حتی د رژیم په پوځي او دولتي مراکزو کې هم شتون لري.

دښمن هم ډیر وخت پر هیواد باندې زموږ د تسلط په اړه ارقام خپروي، خو هغه ارقام متفاوت وي، کله کم  کله زیات، ځکه هغوی د خپلو ځواکونو د مورال ساتلو په غرض دغه رویه غوره کوي، خو موږ ته د ارقامو په اړه د  هغوي اعلان ارزښت نه لري، بلکي پر هغه واقعیت حساب کوو چې موږ عملا پر خپلې خاورې تسلط لرو او چې هرځای وغواړو هلته عملیات کولای شو.

پوښتنه:

په دې وروستیو کې مو له پاکستان او نورو لوریو څخه څومره زیاته مرسته تر لاسه کړي؟

ځواب:

کاشکي داسې وای چې ګاونډیانو له موږ سره د اشغالګرو په خلاف زموږ د ولسی مقاومت مرسته کولای ، زموږ د اسلامي جهاد مرسته پر ټول اسلامي امت فرض ده، پر افغانستان امریکايي یرغل د ټولو مسلمانانو خلاف یرغل دی، دا یرغل د هغه دښمن لخوا یرغل دی چې نه یواځې افغانستان بلکي پر نورو اسلامي هیوادونو یې هم یرغل کړی دی، همدا دښمن دی چې د مسجد اقصی د غاصبینو (یهودو) ملاتړ کوي او خپل سفارت یې د یومیلیارد مسلمانو د غوښتنو خلاف بیت المقدس ښار ته نقل کړ.

مونږ دا سوال کوو چې مسلمان چیرته دی چې د همدې ظالمو یرغلګرو په مقابل کې د افغانستان او فلسطین د مسلمانانو مرسته وکړي؟

د تولې نړۍ مسلمانان باید د اشغال په مقابل کې زموږ مرسته وکړي، دغه مرسته د هغوي په مصلحت دی، دا مصلحت که یې دنیايي مصلحت دی او که د آخرت .

پوښتنه:

تاسو ولې له امریکایانو سره د خبرو لپاره قطر هیواد غوره کړی ، ولې په اماراتو او یا سعودي کې ورسره خبرې نه کوئ؟

ځواب:

په اماراتو کې مو هم خبرې کړې خو دا چې قطر هیواد مو د سیاسي دفتر کوربه دی نو ځکه مو ډیرې خبرې هلته تر سره کیږي.

پوښتنه:

ایا سعودي عربستان ( د حرمینو شریفینو ) ځمکه به په افغانستان کې د جګړې د پایته رسیدو د پریکړې لپاره وروستی ټاکل شوی هیواد نه وی ؟

ځواب:

د حرمینو شریفینو ځمکه (سعودی عربستان) د هرمسلمان لپاره شرف لري، که اړتیا ولیدل شي او طرفین وغواړي په سعودي عربستان کې هم ناسته کیدلی شي، خوداچې نهايي پریکړه به کله کیږي، تر اوسه معلومه نه ده.

پوښتنه:

ایا نور به هم د اوربند په اړه چې په مذاکراتو کې یوناندرییز ټکی د فبروري د میاشتې په ۲۵خبرې کیږي او تاسو به بیاهم تر اوربند وړاندې  له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوئ؟

ځواب:

تر څو چې مو په هیواد کې یو بهرنی محارب پوځي وي په خلاف به یې زموږ جهاد جاري وي.

د اوربند په اړه خبره د وقت په اړه نه بلکې د مبدء او اساس په اړه ده، اوربند د دښمن لخوا د جهاد د توقف د وسیلې په حیث کارول کیږي که خدای مکړه جهاد متوقف شي بیا دښمن له افغانستانه نه وزي .

پوښتنه:

ایا تاسو نور د افغانستان د اتلس کلنې جګړې پایته رسیدو ته خوشبین یاستئ؟

ځواب:

هو! موږ نور په افغانستان کې د تحمیلې جګړې د پایته رسیدو په اړه متفاول یو، موږ له مجاهدینو سره د الله په نصرت باور لرو او دا مو د ایمان برخه ده .

زموږ مشر امیر المؤمنین ملا محمد عمر (مجاهد) رحمه الله

د اشغال په اوائلو کې دا خبره کړې وه چې (( امریکا زموږ د شکست خبره کړي او الله تعالی مو د بریالیتوب، نو وبه ګورو چې د چا خبره ریښتیا کیږي.))

الله تعالی د شوري اشغالګرو په مقابل کې هم موږ ته بریالیتوب را نصیب کړی و، هماغه لوی خدای به راته پر امریکایانو هم د غلبې توفیق راکوي.ان شاءالله تعالی

پوښتنه:

ایا د ایراني حکومت په منځګړیتوب له کابل حکومت سره خبرې کوئ؟

ځواب:

تر اشغال ختمیدو وروسته ټولې چارې داخلي دي چې هیڅ بهرني منځګړیتوب ته ورکي ضرورت نه پیدا کیږي، افغانان د خپلو کورنیو ستونزو د هواري لپاره د مرکو او جرګو ښه ترتیب لري چې هغه ډیرې مؤثرې او فعالې دي، فقط دلته ټول مشکل بهرنی اشغال دی.

پوښتنه:

که ایران د فاطميون لښکر ملیشې افغانستان ته راولي ستاسې موقف به یې په اړه څه وي؟

ځواب:

لومړی خو موږ تراوسه د ایران لخوا داسې کومه اراده نه ده محسوس کړی، بل اساسا اسلامي مارت هیڅکله په خپل هیواد کې داسې تشکیلات نه مني چې هغه د افغانستان د مشروع دفاع له چوکاټ څخه بهر وي او نه هغوی ته په خپله خاوره کې اجازه ورکوي.

پوښتنه:

کابل حکومت ته نیږدي حلقات وايي چې ایراني حکومت د افغانستان په لویدیځ کې ستاسې له وجود سره په دې مخالفت نه لري چې له هغه نه په استفادي سره د هلمند د رود اوبه دوی تر لاسه کړي.

ځواب:

د کابل حکومت ته له تشو تبلیغاتو پرته نورڅه نه دي ورپاتې، یواځې همدا ېې په توان کې دي. اسلامي امارت په افغانستان کې د خپل سیاسي او پوځي ثقل له مخې یو مطرح جهت دی، د افغانستان ټول ګاونډیان په دې خوښ دي چې طالبان د هغوی له پولو سره نیږدي وي، ځکه هغوی د طالبانو په نظم او کنټرول باور لري او پوهیږي چې طالبان د ګاونډیانو په شمول هیچاته هم ګواښ نه دي.

پوښتنه:

د ایران پخواني ولسمشر محمد خاتمي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ایران د طالبانو د له منځه وړلو په غرض له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې، تاسو په تیرو څو کلونو کې د ایران رول ته په کومه سترګه ګورئ؟

ځواب:

ډيرو هیوادونو له امریکایانو سره د افغانستان د اشغال پر مهال مرسته وکړه، خپله خاوره، خپله فضا او خپل میدانونه یې هغوی ته په واک کې ورکړل، حتی له بده مرغه چې د سیمې ځینو هیوادونو خپل پوځي او استخباراتي کارکوونکي هم د ایتلافي ځواکونو په لیکو کې افغانستان ته را ولیږل او دلته یې خپل مسلمان وروڼه شهیدان کړل.

خو الله تعالی د حق مرستندوی دی، د امریکا له ټول قوت سره موږ نن ورباندې غالبه یو، اوس موږ له هرچا سره د مثبت تعامل نوي صفحه پرانیستي .

موږ به اوس له هرچاسره د همدې نوي صفحې له مخې تعامل کوو او له هرچاسره به د متقابل احترام پر اساس ښې اړیکې غواړو.

پوښتنه:

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوی د طالبانو له استازیو سره خبرې کړې، دا خبرې په څه اړه وې؟

ځواب:

اسلامي امارت اوس هغه واقعیت دی چې له پامه غورځول یې ناشوني دي، ګاونډیان هم د دغه واقعیت پراساس له اسلامي امارت سره تعامل ته اړ دي .

ټول هیوادونه خپل مصالح لري چې د هغود خوندیتوب لپاره کار کوي، د ایران او اسلامي امارت  د استازیو ترمنځ تر سره شوې خبرې هم د طرفینو د مصالحو د خوندیتوب پر اساس وې .

پوښتنه:

د ایران ځیني شنونکي په دې نظر دي چې له افغانستان څخه د امریکایانو پرشاتګ به پر ایران باندې د امریکا د برید احتمال زیات کړي، تاسو د ایران او امریکا ترمنځ  د راتلونکی ترینګلي وضعیت په اړه څه وایاست؟

ځواب:

په افغانستان کې امریکايي اشغالګر د افغانستان په شمول د ګاونډیانو او ټولې سیمې لپاره خطر او ګواښ دی، په عین شکل له افغانستان څخه د اشغالګرو وتل د افغانستان، د هغه د ګاونډ او ټول سیمې لپاره د خطر د ختمیدو په معنا دی .

زما په نظر د امریکا او ایران ترمنځ پوځي تصادم فکر نه کوم، ځکه امریکایان اصلا غواړي د بندیزونو او نورو فشارونو په وسیله د ایران نظام  له داخله له منّځه یوسي، نه د مخامخې جګړې په وسیله، ځکه که جګړه یې ترمنځ پيښه شي بیا یې کنټرولول د ټولو له توانه وزي.

پوښتنه:

تاسو څو فیصده په مذاکراتو کې د امریکايي پرشاتګ په اړه  د هغوی د وړاندیزونو له جدیت څخه باوري یاستۍ؟

ځواب:

مونږ سل په سلو کې پر دې باوري یو چې الله تعالی به مو حتما د اشغالګرو خلاف جګړه کې بریالي کوي.

الله تعالی په خپلې ژمنې باندې ښه وفا کوونکی دی، الله تعالی له مؤمنانو سره په خپل نصرت وعده کړې او له باطل سره یې د شکست وعده.

امریکایان د  باور خلګ نه دي، ځکه هغوی زموږ خلک شهیدان کړي، کلي یې را بمبار کړي، ځوانان یې را بندیان کړي او موږ یې ډیر ځورولي یو.

خو اوس په دې باور لرو چې هغوی به حتما زموږ له هیواده شرمیدلي وزي، ځکه هغوی تر موږ وړاندي د الله په نزد د جنګ اعلان کړی .. چې الله به یې حتما ذلیل کوي … ان شاء الله

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *