مارچ 21, 2019

د کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس له دندې ګوښه شو

د کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس له دندې ګوښه شو

عزم: (دوشنبه، ۲۲سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرائیه مشر شفیق الله ستانکزی له دندې ګوښه او پر ځای یې اسدالله خان وټاکل شو.

د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي نن په کابل کې رسنیو ته وویل، د ولسمشر په حکم د کرېکټ بورډ د اجرائیوي مشر شفیق الله ستانکزي دنده پای ته رسېدلې او له دې وروسته به د کرېکټ بورډ اجرائیه مشر نه وي.

ده وویل، له دې وروسته به کرېکټ بورډ ته د خپلې کړنلارې پر بنسټ نوي کسان ټاکل کېږي او اسدالله خان به تر نړیوال جام پورې د کرېکټ بورډ سرپرست اجرائیه رئیس وي.

شفیق الله ستانکزی له تېرو څلورو کلونو راهیسې د کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس و، چې وخت نا وخت پرې د کرېکټ لوبغاړو او مینه‌والو نیوکې هم کولې.

شفیق الله ستانکزی داسې مهال له دې ګوښه شوی، چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان ملي لوبډله له ایرلنډ سره د درې شل اوریزو، پنځه یو ورځنیو او یوې ټېسټ لوبې لوبلړۍ لري.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *