اپریل 24, 2019

د لوړو زده کړو وزارت: د زده کړو لومړنی انلاین سیستم به ډېر ژر په فعالیت پیل وکړي

د لوړو زده کړو وزارت: د زده کړو لومړنی انلاین سیستم به ډېر ژر په فعالیت پیل وکړي

عزم: (دوشنبه، ۲۲سلواغه، ۱۳۹۷ل): د لوړو زده کړو مسوولین وايي، ډېر ژر به د زده کړو انلاین سیستم په فعالیت پیل وکړي.

د یاد وزارت ویاند فیصل امین وايي، د زده کړو انلاین سیستم به د «پوهه توانايي ده» تر شعار لاندې د افغان ایکس په نامه لاندې خپل فعالیت پیل کړي، چې په انټرنېټي شبکه کې د لوړو زده کړو وزارت د الکترونیکي زده کړو پروګرام تر چتر لاندې د افغانستان د زده کړو لومړنی آنلاین سیستم (Afghanx) چې Massive Open Online Courses (MOOCs) آنلاین کورسونو لرونکی دی، چمتو او عملاً به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ده په خبره، د دغه سیستم په مرسته به ځوانان وکولی شي، چې د انټرنېټ په مرسته په هر ځای او هر وخت کې د هېواد او نړۍ د معتبرو پوهنتونونو کې زده کړو ته لاس رسی پیدا کړي او خپلې وړتیاوې به لوړې کړي.

امین وايي، دغه سیستم یوازې انټرنېټ، ځیرک موبایل او لپټاپ کمپیوټر ته اړتیا لري او زده کوونکي کولی شي له هر ځایه انلاین زده کړې ترلاسه کړي.

دی زیاتوي، تر ۱۴۰۲ل کال پورې به په دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ ۱۱ نور پرواګرامونه هم رامنځته کړي او اوس هم په ځینو پوهنتونو کې د ماسټرۍ او دکتورا برنامې لري.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *