مارچ 21, 2019

 افغانستان کي اسرایلي جاسوسان په امریکايي اډو کې د ایران پر ضد عملیات کوي

 افغانستان کي اسرایلي جاسوسان په امریکايي اډو کې د ایران پر ضد عملیات کوي

واحد فقیري

ایراني خبري منابع وايي په افغانستان کي اسرایلي ځواکونه د ایران پر خلاف استخبارات راغونډوي. دا منابع وايي چي اسرایلي عسکر د شینډنډ په نظامي اډه کي د امریکايي عسکرو سره مېشته دي، او هلته د ایران پر خلاف استخبارات راتولوي.

دا رپوټ وايي څرنګه چي شینډنډ د ایران سرحد ته نژدې پروت دئ، نو لهذا اسرایلي عسکر له امریکايي اډې څخه استفاده کوي.

رپوټ وايي د افغانستان له خاروي څخه د ایران پر خلاف د اسرایلو همدا پراخ جاسوسي عملیات د کابل د رژیم په تایید نه کېږي.‌ مګر د اسرایلو همدا جاسوسي د کابل رژیم تصویب ته اړتیا نه لري، ځکه هغوی دا جاسوسي د امریکايي اډو څخه کوي. او پدې مسایلو کي افغانان پر خپل ملي حاکمیت باندي هیڅ صلاحیت نه لري.
منبع: اسرایل هامون

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *