اپریل 24, 2019

د امریکا د دفاع وزیر په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی دی

د امریکا د دفاع وزیر په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی دی

 

عزم(دوشنبه، ۲۲ سلواغه ۱۳۹۷): د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهن نن سهار په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی او له خپلو عسکرو سره به وګوري.

ویل شوي چې شناهن به افغانستان کې له خپلو پوځیانو سره د لیدلو ترڅنګ پر روانو د سولې خبرو او جګړې باندې سلا مشورې وکړي.

د شناهن تر ټاکل کیدلو وروسته دا لومړنی سفر دی چې افغانستان ته راځي، خو د هغه د سفر په اړه تر مخ اعلان نه وو شوی او نه یې اوس د سفر اړوند جزئیات ورکړل شوي دي.

د نوموړي په اړه تر اوسه نده معلومه چې افغان ځواکونو سره به و ویني او که به له خپلو ځواکونو سره ترلیدلو وروسته همداسې لاړ شي.

د ویلو ده چې ولسمشر غني د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني امریکا ته د نړۍ د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته د هغه لوري ترمپ ته د خط لیږلو د نه جواب ورکولو په غبرګون کې نه وو پریښی چې دا به د هغه په اړه د ټرمپ غوصه نوره هم راوپاروي.

دا پداسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې یو شمیر رسنیو راپورونه ورکړل چې ولسمشر غني نه د طالبانو او نه د امریکایانو په غونډو کې ځای لري.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *