مارچ 21, 2019

بلخ: د قومندان سردار په ګډون ۷تنو اربکیو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ: د قومندان سردار په ګډون ۷تنو اربکیو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(دوشنبه، ۲۲ سلواغه ۱۳۹۷): تیره شپه د مزارشریف به مرکز بلخ کې طالبانو د اربکیو پولیسو په پوسته بریدونه کړي چې ۵تنه یې وژل شوي او ۲تنه نور ټپیان شوي دي.

د بلخ د والي ویاند منیراحمد فرهاد د پیښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د اربکیو پولیسو په پوسته طالبانو برید کړی.

فرهاد ویلي چې بدغه برید کې د قاري سردار په نوم د پوستې قومندان له څلور تنو سره وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې قاري یوسف احمدي ویلي چې د بلخ ولایت خاص بلخ ولسوالۍ شهاب عربی سیمه کې یې د اربکیو پولیسو په یوه پوسته د برید په ترڅ کې برید د قومندان سردار په شمول ۵ اربکیان وژلي او ۳نور ټپیان کړي دي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *