مارچ 21, 2019

زلمي خلیل زاد د افغان سولي لپاره خپل پنځم ، مهم سفر پیل کړ

زلمي خلیل زاد د افغان سولي لپاره خپل پنځم ، مهم سفر پیل کړ

 (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل):دامریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغان سولي لپاره د اولسمشر ټرمپ او یاد وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد  د سولي لپاره خپل پنځم سفر د رواني میلادي میاشتي په لسمه پیل کړ چې د همدې میاشتي تر ۲۸ مي به دوام وکړي .

زلمي خلیل زاد تېره میاشت قطر کې له طالب استازو سره شپږ ورځي مسلسل مذاکرات وکړل چې وروسته طالبانو او آن امریکایي اولسمشر دا مذاکرات هیله بښونکي بللي وو .

تمه کیږي چې راتلونکې غونډه کې به دامریکا او طالب استازو خبري له لا ډېر پرمختګ سره ملې وي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې خیل زاد به په دغه پنځم سفر کې  بلجیم، آلمان، ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان ته ولاړ شي او د افغان سولي په هکله به له بېلابېلو چارواکو سره وګوري .

د یادوني وړ ده چې د امریکا او طالبانو مذاکرات دملي وحدت د حکومت له خوښي پرته روان دی، خو تر دې دمه یې په ښکاره خپل مخالفت هم نه دی په ډاګه کړی .

یادو مذاکراتو ته دماسکو له وروستۍ غونډي وروسته نوري هم هیلي زیاتي شوې چې غوڅ اکثریت افغان سیاسونو او د ګوندونو استازو یې هرکلی او ملاتړ اعلان کړ .

د شنونکو په اند که د امریکا او طالبانو مذاکرات په همداسي شکل دوام وکړي ، دا به د حکومت لپاره ستره سیاسي ماتې وي .

له طالب استازو سره د امریکا د تیري میاشتي له اوږدو خبرو وروسته ، طالبانو وویل چې امریکایي جهت د خپلو پوځیانو وتل منلي دي دا چې څرنګه به وځي له دواړو لوریو به دوه کاري ټيمونه د مهال ویش مسوده تیاروي او راتلونکو غونډو کې به ورباندي خبري کیږي .

د افغان سولي په هکله لومړنۍ بین الافغاني ناسته چې تېره اونۍ مسکو کې وشوه، په ګډ پرېکړه لیک کې یې راغلي وو چې ټول ګډونکونکي او خواوي د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي

 

 

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *