اپریل 24, 2019

ګارډین: امریکا په ۱۷کلنه جګړه کې یواځې افغانستان وران کړ

ګارډین: امریکا په ۱۷کلنه جګړه کې یواځې افغانستان وران کړ

 

عزم(یکشنبه، ۲۱ سلواغه ۱۳۹۷): د ګارډین په نوم برتانوۍ ورځپاڼې په یوه تازه مطلب کې تیره ورځ لیکلي چې، امریکا د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه دغه هیواد وران کړ اوس یې نشي جوړولی.

ورځپاڼه لیکي د امریکا په جګړه کې زرګونه ملکیانو  وژل شوي، میلیونونه نورټپیان، معلول او کډوال  شوي، خو امریکا خپله یوه موخه هم نه ده ترلاسه کړې.

د ورځپاڼې د مطلب د لیکوال په وینا، امریکا د افغانستان جګړه کې ناکامه ده او د امریکا مشران باید دغه جګړه په مسوولانه ډول ختمه کړي.

پدې وروستیو کې اکثره لویدیځوال لیکوالان، سیاسیون او ګڼ شمیر امریکایان ټول په یوه خوله امریکا په افغانستان کې ناکامه بولي او د افغانستان جګړې د پایته رسولو غوښتنه کوي.

د ویلو ده چې نیوزویک امریکایي مجلې هم د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلی چې امریکا که زر وي که په ځنډه له افغانستان به وځي او لدې پرته بله چاره نلري.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *