مارچ 21, 2019

سرپل: د صیاد د امنیه قومندان په ګډون ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرپل: د صیاد د امنیه قومندان په ګډون ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(یکشنبه، ۲۱ سلواغه ۱۳۹۷): تیره شپه د سرپل صیاد ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو طالبانو بریدونه کړي چې د صیاد د امنیه قومندان په ګډون ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني رسنیو سره په خبرو کې د جګړې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې تیره شپه یوه بجه طالبانو د هزار سمچ سیمې د پولیسو پر پوستو له څو لوریو بریدونه وکړل چې دوه پوستې سقوط ۸پولیس وژل شوي او د صیاد ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

رحماني ویلي چې طالبانو له یادو پوستو یو رنجر موټر او ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

رحماني زیاته کړې که مرکزي حکومت د سرپل د امنیت په اړه اقدام ونکړي دغه ولایت به سقوط او د طالبانو لاس ته ولویږي.

‏‎طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې تیره شپه یې د سرپل صیاد ولسوالۍ اړوند ۳پوستې نیولي دي.

احمدي ویلي چې پدغه جګړه کې یې ګڼ شمیر عسکر وژلي او ټپیان کړي چې د ۱۲تنو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاته دي او په ټپیانو کې دصیاد امنیه قومندان هم شامل دی.

دا پداسې حال کې دی چې تیره شپه د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ کې هم د طالبانو په یو برید کې ۱۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *