مارچ 21, 2019

ارګ: طالبان دې د مذاکراتو له لارې د بهرنیو ځواکونو حضور ته د پای ټکی کیږدي

ارګ: طالبان دې د مذاکراتو له لارې د بهرنیو ځواکونو حضور ته د پای ټکی کیږدي

 

عزم(یکشنبه، ۲۱ سلواغه ۱۳۹۷): ارګ ویلي چې د طالبانو له لوري د جګړو دوام د بهرنیو ځواکونو حضور ته لار برابره کړې ده.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي چې طالبان که د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي له حکومت سره دې مذاکرات وکړي چې د بهرنیو ځواکونو حضور پایته ورسیږي.

هغه زیاته کړې افغان حکومت هم دا غواړي چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، هېواد پر ځان بسیا شي او دلته دایمي سوله ټینګه شي.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې مونږ په ۲۰۱۴کال کې د بهرنیو ځواکونو کچه صفر ته راټیټیدل غوښتل خو طالبانو جګړې ته زور ورکړ چې د بهرنیانو د حضور د ادامې سبب شو.

چخانسوري داسې مهال وایي طالبان د جګړې له لارې بهرنیان نشي ویستلی، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي پنټاګون طالبانو سره سولې ته تلواري ده او د جنوری تر انتخاباتو مخکې طالبانو سره هوکړې ته ورسیږي.

د خلیلزاد سربیره ترمب هم ویلي وو افغانستان کې مو زرګونه عسکر ټپیان او و وژل شول، ملیاردونه ډالر مو مصرف شول خو لا هم هلته جګړه شتون لري، مونږ هلته څه کوو طالبانو سره تر هوکړې وروسته مونږ باید له افغانستان خپل عسکر راوباسو.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *