اپریل 24, 2019

ویسا ورځپاڼه: د مسکو غونډه کې افغان حکومت لنډه منډه وکړه

ویسا ورځپاڼه: د مسکو غونډه کې افغان حکومت لنډه منډه وکړه

عزم (شنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۲۰):  له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې«ویسا» په خپله نننۍ سرلیکنه کې لیکلي، افغان حکومت ورځ تر بلې منزوي کېږي او په ډېرو لویو غونډو کې ګډون نه‌شي کولی.

ورځپاڼه لیکي، د اشرف غني حکومت نه د امریکایانو، نه د طالبانو او نه د افغانستان په باب په جوړېدونکو غونډو کې ګډون کوي؛ خو د دې پرځای چې په غونډو کې ګډون وکړي، لا ورپسې منفي تبلیغات هم کوي.

«د مسکو دوه ورځنۍ غونډه چې د طالبانو او یو شمېر سیاسي ډلو د استازیو په ګډون جوړه شوې وه د نهه ماد یي پرېکړه لیک په خپریدو پایته ورسېده. حکومت له پیله د دې غونډې مخالفت ته ملا وتړله، لامل یې معلوم دی، له بده مرغه هغه د متل په مصداق (څه چاړه تېره څه ابۍ ورسته) د اشرف غني حکومت په دې ورځو کې نه د امریکایانو په غونډو کې ځای لري او نه د طالبانو، د مسکو غونډې ته حکومتي پلاوی نه ؤ بلل شوی، په بدل کې یې حکومت د مسکو د غونډې په باب دومره منفي تبلیغات وکړل چې څومره یې توان رسېدو.»

د ویسا په باور، د مسکو غونډې د افغان سولې هیلې نورې هم ډېرې کړې او د روانې ستونزې یوازېنی حل سوله ده.

«خو پر دې ټولو سربېره هر هغه افغان چې د هېواد د راتلونکي برخلیک په باب اندېښنه لري. د روانو مرګونو انجام د ولس په خیر نه ګوري او وجدان یې د دې اجازه نشي ورکولای چې روانه وضعه دوام وکړي چې زموږ د امنیتي ځواکونو په شمول دې ولس ته د ورځې تر دوو سوو زیاتې جنازې کېښودل شي. هغه څوک چې د وطن بچي په پردي لاس وژل جنایت بولي، د مسکو په ګډه ناسته کې د بېلا بېلو لوریو پر ګډون خوښ شول، د دې ناستې په وروستي پرېکړه لیک نور هم خوښ شول چې د شریک هېواد، شریک هویت، ګډ برخلیک او د ورورولۍ په فضا کې په خبرو او همدغسې رغنده غونډو پر دوام ټینګار شوی ؤ.»

ورځپاڼې لیکلي، اشرف غني د دا ډول غونډو مخالف دی او د مسکو د تېرې ناستې مخالفت یې تر اخېرې حده وکړ؛ خو ناسته بریالۍ پای ته ورسېده.

«حکومت په تېره ولسمشر غني بې اوماچه ځان خولې کاوه او بېځایه یې د داسې غونډې مخالفت وکړ چې که په طبیعي ډول ناکامه هم شي تور او زیان دواړه یې د بې کفایته چارواکیو د پزې پېزوان دی، او که بریالۍ شي هم یو پېغور به خامخا ورته پاتې وي.»

ویسا حکومت ته د پېغور په ډول لیکلي، د دې پرځای چې سوله وکړي، د خپلو خلکو ژوند خوندي کړي او د سولې پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي، لا هم د طالبانو پر ضد ملګرو ملتونو ته شکایت کوي.

«په دې کې شک نشته چې که څه هم د غني ـ عبدالله حکومت یو نیمګړی حاکمیت دی، خاوره یې له طالبانو سر او واک یې په خپلو کې سره وېشل شوی دی، خو دغه نیمګړی حکومت هم که وغواړي د سولې په مخه کې خنډ کیدای شي. د طالبانو د سفر پر خلاف ملګرو ملتونو ته شکایت یې یوه بېلګه ده، کوم حکومت چې د ولس د برخلیک او د خپلو خلکو د مرګ او ژوند نه بې پروا شي هغه د ولس او هېواد د برخلیک خلا ف د هرې پرېکړې جرئت لري او دې حکومت همدغسې پرېکړې ډېرې کړې دي. په داسې حال کې چې د مسکو د ګډونوالو اتفاقي ټینګار پر دې ؤ چې طالبان باید له حکومت سره کښېني، خو د غني فیسبوکي اردلیانو له ټولو سره یو شان جبهه ونیوله.»

ورځپاڼه لیکي، که د سولې هڅې پایله ورنه کړي؛ نو ټول مسوولیت یې حکومت ته راجع کېږي؛ ځکه حکومت په پوره اخلاص د سولې د ټولو هلو ځلو په مقابل کې ودرېده او مخنیوی یې وکړ.

«که خدای مه کړه په ټوله کې د سولې دغه روانې هڅې بشپړې له نهیلۍ او ماتې سره مخ شي. را تلونکی کال به د هېواد په تاریخ کې بېساری خونړی ثابت شي. د انتخاباتو په شمول به لویې ملي پروسې اوپروژې د بد امنیو او جګړو په لوخړو کې ورکې شي. اوس چې غني او عبدالله د راتلونکې ولسمشرۍ نوماندان هم دي، که د سولې مساله مطلقاً منتفي شي دغه انتخابات به د ولسي جرګې تر تېرو بدنامو انتخاباتو هم له درغلیو او رسوائيو ډک وي، دا چې په دې رسوا لوبه کې به یاران له ځب ځب ولس سره څه ډول ګوزاره کوي او ولس به تر کومه دغه بوج وړي، تصور یې ډېر ګران دی.»

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *