اپریل 24, 2019

راتلونکې ټاکنې او تجربه شوي کاندیدان

راتلونکې ټاکنې او تجربه شوي کاندیدان

أبو احمد اسیر

له ډېرو شپو راهیسي دا خبره خورا ګرمه روانه ده چې څو میاشتې بعد به د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي اشرف غني په یوه تازه مرکه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې ولسمشریزي ټاکنې به کېږي.

زموږ په یاد دي چې تیرځل اشرف غني د واک ته راتلو په مهال له ډېرو مشورو،جنجالو او مصلحتونو وروسته دی واک ته ورسېدی.خو داچې ولې هرځل انتخابات داسې له مشکلاتو،ستونزو او جنجالونو څخه  ډک وي عمده لا مل یې داده چې دلته د واک او سپارښتې اختیار له بل چا سره ده او دانظام له بل ځایه څخه کنټرولېږي که هغه هرڅوک وغواړي همهغه به وي،خو داپوښتنه چې هغوی ته څوک مطلوب ده؟

ددې پوښتنې تر جواب مخکې باید د مقدمې په ډول ووایو:

چې د اشرف غني د واک ته رسېدو په مهال چې کوم خنډونه رامنځته شول دهغوی له جملې له عبد الله سره لوی او سخت اختلاف چې په پای کې په داسې طریقه د بل چا له لوري(امریکایانو) فیصله اوتفاهم چې واک په دوو حصو وېشل  نیم واک له یوه او نیم واک له بل سر ه یو ولسمشر او بل اجرائیه رئیس  او د هر یوه دوه  مرستیالان،  دا عمل  او د افغانستان په مهمو قضایاوو کې د امریکا مخامخ او ښکاره مداخله د دې ښکارندوی ده چې غني دامریکا دلاس او واک سړی ده.

نوځکه له څو میاشتو ځنډ اوخنډ وروسته داسي توافق کېدل چې نیم واک له یو اونیم له بل سره چې داسې مسخرې ورته معامله زموږ په تاریخ کې مثال نلري او نه هم په یوه قانون او اصولو برابره ده.

خو داچې داځل به څه کېږي دې پوښتنې ګڼ شمېرکسان اندېښمن کړي،نو باید ووایو چې را روان انتخابات هیڅکله د وطن په ګټه نه دي او نه یې هم کاندیدان دملت د رغونې،ترقي او جوړېدا په فکر کې دي بلکې صرف ځان ځایول او جېب ډکول یې عمده مقاصد دي.

دا بیا هغه څه دي چې ولس یې له اندېښنې او فکر سره لاس او ګرېوان کړی،ځکه د ولس له طمعې خلاف واکمن د ولس هیلي له خاورو سره خاوري کوي،ولس په هیواد کې اقتصاد،ترقي،رغونه او سوکاله ژوند غواړي،خو دا چې د دې نظام ریموټ کنټرول د امریکا په لاس کې ده هغه کوشش کوي چې داسي څوک چې له دې شیانو سره متضاد څوک راولي،ځکه د امریکا خپله هدف او ستراتېژي په افغانستان کې عدم ثبات،جګړه او خپلو مداخلو ته لاره اوارول دي.

نو نومول شوې نوماندن له غني بېرته ترغني هغه کسان دي چې تر بهرنیو حلقاتو تړلي تر دې چې اوس هم ددوی په موجودګې کې په ولس امریکایي مظالم ترسره کیږي،نوله دې بعد به دوی د ولس څومره غمخوار او څومره اوښکي پاکوونکي شي.

دغني د واک په وخت کې کومه ترقي وشوه اولس کومه ارامي ولیده، کو ښه سړک جوړ شو، کومه ښه تعلیمي وده راغله وشوه، چیرې ښه اقتصادي پرمختګ وشو؟؟؟

بغیر له چاپو،بمبارونو او دمقدساتو له سپکاوي اولس بل څه په عمل کې ونه لیدل او اوسنۍ ژمنې یې هم هغه څه دې چې په عمل کې دوی ټول له هغه سره متضاد او په ټکر کې روان دي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *