مارچ 21, 2019

مسکو ناستي څخه د طالبانو ارزښتناکي لاسته راوړنې

مسکو ناستي څخه د طالبانو ارزښتناکي لاسته راوړنې

عبدالحق حماد

د فبرورۍ ۵مه او ۶مه نېټه مسکو کې د طالبانو او د افغانستان د ګڼو سیاسي احزابو او قومي مشرانو ترمنځ غونډه وشوه.
د دې غونډي هدف د طالبانو او نورو سياسي جهتونو ترمنځ نژدېکت او د راتلونکو خطرونو مخنیوی و، چې د معلوماتو له مخې غونډه په خورا صمیميت او همغږۍ ترسره شوه، د اختلافي ټکو په پرتله موافق ټکي خورا ډېر وو، د طالبانو په اړه چې تر اوسه غربي مېډيا کوم بد انځور ورکړی و هغه برعکس ثابت شو، ځينو چې له طالبانو وېره درلوده هغه له منځه ولاړه او دا خبره ثابته شوه چې طالب د دې خاورې بچی او اصلي غمخور دی.
د غونډي په پای کې ګډ پرېکړه ليک اعلان شو چې طالبانو لپاره له ډېرو لاسته راوړنو ډک و.
دلته د پرېکړه ليک هغه برخې را اخلو چې طالبانو ته سترې لاسته راوړنې ګڼل کېدای شي.
………………………………..
*سريزه:*

موږ په ګران هیواد افغانستان کې تلپاتی سراسري سولې ته د رسیدو، هیواد ته *د بشپړ ملي اسلامی حاکمیت د اعادې، له هیواده څخه د بهرنیو قواو مکمل وتلو*، د ملي وحدت د ټینګښت، په نظام کې د افغانستان د ټولو خلکو د عادلانه برخه اخیستنې ته د زمینې برابرولو، د اجتماعي عدالت تامین، *اسلامی اساساتو* او دهیواد غوره ملي ارزښتونو ته په درناوي، په هیواد کې د تیرو څو لسیزو ترخو تجربو د تکرار د مخنیوي او همدارنګه د ټولو افغاني خواو تر منځ د متقابل درک، درناويمنلو په موخه د تفصیلي ژورو بحثونو په پایله کې په لاندینیو ټکو مشترک توافق لرو.

*د اعلاميې له متن څخه:*

۱- (د دفتر رسميت)
دریم: د کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډن کوونکي او خواوې په دوحه کی د سولی روانو خبرو څخه کلک ملاتړ کوي او په افغانستان کې د روان تحمیلی جنګ ته د پای په موخه بین الافغاني ناستې د هغې ممدی ګڼي.

۲- (ټولو بنسټونو کې اړينه اصلاح)
څلورم: د کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي او خواوې د افغانستان په بنیادی بنسټونو، دفاعی او نورو ملی نهادونو چی د ټولو افغانانو ملکیت دی، د سولی د توافق څخه وروسته په *اړینی اصلاح*، خوندیتوب، او غښتلتیا ټینکار کوي.

۳- (ټول نظام اسلامي)
شپږم: د کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي او خواوې پر لاندینیو ټولیزو ارزښتونو او اصولو ټینګار کوي:
– *د نظام په ټولو امورو کی د اسلام د مقدس دین د اساساتو پیروي*؛

۴- (قوي مرکزي اسلامي حکومت)
– د افغانستان د ټولو اقوامو د بشپړ عادلانه مشارکت پر بنسټ *د قوي او همه شمول مرکزي اسلامی حکومت* پر خوندیتوب ټینګار.

۵- (د اشغال خاتمه)
اوم: د کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډون کونکي او خواې د سولې بهیر او ورپسې ګامونو اړوند، پر لاندینیو مواردو ټینګار کووي:
– *د هیواد څخه د بهرنیو قواو بشپړ وتل*؛

۶- (د راتلونکي تضمين)
– *په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو پر نه ‌لاس وهنې او ګواښونو ټینګار*؛

۷- (د ښځو حقوق او بيان ازادي د اسلامي اصولو په رڼا کې)
– *د اسلامي ارزښتونو سره سم* د تعلیم، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د ښځو د حقونو ډاډ؛
– *د اسلامی اصولو سره سم* د افغان وګړو پر سیاسي او اساسي حقونو او د بیان پر آزادی ټینګار؛

۸- (د بنديانو ازادي)
اتم: د کنفرانس ټول ګډون کوونکی او خواوی د سولی لپاره د باور د فضا د جوړونی په منظور د ټولو خواوو له لوری په لومړی ګام کی د هغو بندیانو پر خوشی کولو چی سپین ږیری دی، یا پر سختو ناروغیو اخته دی او یا یی د بند موده پوره یا کمه پاتی ده، ټینګار کوی.

۹،۱۰- (تورلست سپينېدل او د قطر دفتر رسميت)
همدارنګه د ملګرو ملتونو *له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل او په دوحه کی په رسمی توګه د سیاسی دفتر پرانیستل* د سولی د پرمختګ لپاره اړین بولی.

………………………………………………………………
که څه هم دا پرېکړه ليک اجرايوي مکلفيت نه لري خو په غونډه کې د افغانستان د ټولو قومونو د مشرانو او استازو د توافق له امله ویلای شو چې دا پرېکړه ليک د افغانستان د ټول ملت موافقت او ملاتړ له ځانه سره لري.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *