مارچ 21, 2019

له ایرانه د چرګانو په واردولو بندیز ولګېد

له ایرانه د چرګانو په واردولو بندیز ولګېد

عزم (پنجشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۱۸): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له ایرانه د چرګانو په واردولو بندیز لګولی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په ایران کې د چرګانو انفلونزا ناروغي پیدا شوې او د همدې ناروغۍ له امله افغان سوداګر نه‌شي کولی له ایرانه چرګان را وارد کړي.

«تر هغه وروسته، چې د ۲۰۱۹ یم کال د جنوري په پنځمه نېټه د ایران د حیواني روغتیا چارواکو ددې هېواد په شمال کې د چرګانو د والګي (انفلونزا» ناروغۍ «H5N8» »تثبیت کړ او د حیواني روغتیا دنړیوال سازمان «OIE»له خوا تایید شو؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی سپارښتنه وکړه، چې د هېوادوالو د روغتیا خوندي کولو، د چرګانو د روزنې د فارمونو د خوندي کولو او د والګي ناروغۍ د مخنوي په پار دې له ایران څخه د چرګانو واردات دې تر بلې اطلاع منع او وځنډول شي.»

اوس‌مهال په افغانستان کې د کال ۵۰۰ټُنه د چرګانو غوښه او ۳۴۰ میلیونه د چرګانو هګۍ تولیدېږي، چې له نیمايي افغانانو اړتیاوې پرې پوره کېږي؛ خو افغان حکومت لا هم له ایران او پاکستان سره د چرګانو د واردولو تړونونه لري.

له ایرانه د چرګانو په واردولو ۲۱ ورځې بندیز لګېدلی او که په ایران کې دغه ناروغي ختمه شي؛ نو افغان سوداګرو ته به هم له ایرانه د چرګانو د واردولو اجازه ورکړل شي.

« حیواني روغتیا د قانون او د حیواني روغتیا د نړیوال سازمان د کړنلارو د لارښود پر اساس دې د والګي ناروغۍ د مخنیوی او د هېوادوالو د روغتیا خوندي کولو په پار له ایران څخه د چرګانو او د چرګانو پر وارداتي محصولات دې د ۲۱ ورځو لپاره قرنطین وضع شي، چې وروسته به بیا په ایران کې د ناروغۍ وضعیت ته په کتو به دغه قرنطین ادامه او یا به لرې شي.»

ایراني چرګان ډېری شمالي او لویدیځو ولایتونو ته راوړل کېږي.

د چرګانو انفلونزا یوه ساري ناروغي ده، چې انسانانو ته هم سرایت کوي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *