جولای 23, 2019

د مسکو غونډې په هکله د بهرنیو مطبوعاتو غورچاڼ

د مسکو غونډې په هکله د بهرنیو مطبوعاتو غورچاڼ

راټولوونکی:  واحدفقیري

واشنګټن پوسټ د فبروري پر ۴ لیکي پداسي کي چي طالبان او د غني نور سیاسي حریفان به په مسکو کي خبري سره کوي، خو د کابل حکومت لدې مجلس څخه حذف سوی دئ. دا د غني پر صلاحیت باندي یو کاري ګوزار دئ. په تېرو څو مجلسونو کي، د غني حکومت تل بهر په انتظار ولاړ وي، ځکه طالبان ئې د امریکا سپېره ګوډاګی ګڼي.

اخبار لیکي په کابل کي د روسیې سفارت وايي چي دا غونډه په مسکو کي د افغان مهاجرینو له طرفه ترتیب سوې ده. مسکو د افغانستان د ثبات په اړه اندېښمن دئ، او غواړي چي د افغانستان او مرکزي اسیا د جمهوریتونو تر مینځ سرحدات ټینګ کړي. د روسیې خارجه وزیر د همدې منظور لپاره د مرکزي اسیا د جمهوریتونو په سفر وتلی دئ.

وریټرز د فبروري پر ۴ لیکي افغان چارواکي وايي د مسکو د سې شبنې د ورځي مجلس چي د حامد کرزي په شمول به د اشرف غني نور مخالفان ګډون په کښې وکړي، د دیموکراسۍ او د افغانستان د ملي ګټو سره «خیانت» دئ. که څه هم د مسکو په خبرو کي به روسي مقامات د پردې تر شا عمل کوي،‌ خو د مسکو مجلس دا ښيي چي روسیه په زیاتېدونکې توګه د افغانستان په مسایلو کي بارز نقش لوبوي.

وریټرز لیکي څرنګه چي د کابل حکومت د امریکا او طالبانو له څو مهمو مذاکراتو څخه حذف سوی دئ، نو لهذا د کابل حکومت وار خطا دئ، او ګومان کوي چي طالبان به په زور موقتي حکومت ور باندي ومني.

د مسکو د غونډي بله مشهوره څېره حنیف اتمر دئ. هغه د غني حکومت دېته تشویقوي چي د سولي پروسې ته له «حکومتي تنګي زاویې څخه و نه ګوري.»

طالبان وايي د مسکو مجلس به د غیر حکومتي افغان ډلو سره «د تماس او تفاهم یو چېنل پرانزي.» ذبیح الله مجاهد وايي،«طالبان غواړي چي لدې لاري په افغانستان کي یوه دومداره او تلپاتي سوله سوله تامین کړي،‌ او بین الافغاني اسلامي حکومتوالي ایجاده کړي.»

اسوشیټیډ پریس د فبروري پر ۴ لیکي طالبان به د مسکو په دوه ورځني بین الافغاني مجلس کي برخه واخلي. انتظار کېږي چي د مسکو مجلس به د افغان د کشالې په حلولو کي یو بل ګام وي.

طالبان دې مجلس ته د عباس ستانکزي په مشرۍ یو لس کسیزه هیات لېږي. د کابل ۳۹ کسیزه هیات اکثره پخواني عالي رتبه مامورین دي. د کابل په لیسټ کي یوازنۍ مېرمن فوزیه کوفي ده. اسوشیټیډ پریس لیکي د مسکو مجلس به اشرف غني لا منزوي کړي، او سیاسي صلاحیت به ئې ور کمرنګه کړي. پدې مجلس کي به د بین الافغاني مذاکراتو د لا پیاوړي کولو پر لارو چارو باندي بحث وسي، او «د یوه قوي او دیموکراتیک مرکزي حکومت» د جوړولو پر لارو چارو باندي به بحث هم وسي. تر اوسه پوري، واشنګټن د مسکو د مجلس په اړه کومه هیڅ تبصره نه ده کړې.

#DPolPost

Related posts