اپریل 24, 2019

د ۲۰۱۹ کال تر پایه به د کاسا زر پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شي

د ۲۰۱۹ کال تر پایه به د کاسا زر پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شي

(عزم یکشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۱۴)

د افغانستان د بریښنا اداره وایي، د کاسا ۱۰۰۰ پروژه چې د افغانستان له لویو اقتصادي پروژو شمیرل کیږي،چارې به یې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال ترپایه بشپړې شي.

ټاکل شوې وه چې د دې پروژې چارې تیر ۲۰۱۸ کال بشپړې شي، خو د افغانستان د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب وایي چې په تاجکستان او پاکستان ځینې ستونزې ددې سبب شوې چې دغه پروژه پوره اته میاشتې و ځنډېږي.

دا پروژه چې د ترانزیټ له درکه به یې هرکال افغانستان ته ۵۰ میلیونه ډالره ګټه راځي تر څنګ به یې د افغانستان ځینې سیمې هم له بریښنا برخمنې شي.

کاسا زر پروژه یو اعشاریه اولس میلیارد ډالر لښګت لري او د منځنۍ آسیا ۱۳۰۰ میګا واټه بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لیږدوي.
په دغه پروژه کې څلورهېوادونه قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان شامل دي.

دغه پروژه د افغانستان په خاوره کې له ۶ مرکزي او ختیځو ولایتونو او ۲۳ ولسوالیو تیریږي چې په عملي کېدو سره به یې د یادو سیمو اوسیدونکي هم له بریښنا برخمن شي.

د دې ترڅنګ ټاکل شوې د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا یو بل مزی هم له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته وغځول شي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *