اپریل 24, 2019

په هیواد کې د روان وضعیت په هکله له سیاسي شناند ښاغلي وحید مژده سره د عزم ځانګړې مرکه

په هیواد کې د روان وضعیت په هکله له سیاسي شناند ښاغلي وحید مژده سره د عزم ځانګړې مرکه

د سیاسي چارو کارپوه وتلی شناند ښاغلی وحید مژده صاحب ښه راغلاست!

عزم: د لومړۍ پوښتنې په توګه ولې بالاخره امریکایانو د وتلو پریکړه وکړه او څنګه دې ته اماده شول چې له طالبانو سره د یوه قدرت په توګه مذاکراتو ته چمتو شي؟
بسم الله الرحمن الرحیم
مژده: په ۲۰۰۱ کال کې کله چې امریکایانو په افغانستان کې ګام کیښووده، ګومان یې وکړ چې د طالبانو کار نور پای ته رسیدلی او هغوی نور د جګړو میدانونو ته د بیرته راګرځیدو تاب د تل لپاره له لاسه ورکړی دی. په کابل او اسلام آباد کې د امریکا تر امر لاندې حکومتونو ګڼ شمیر طالبان ونیول او هغوی یې یا امریکایانو ته ور وسپارل،یا یې هم له ځانه سره بندیان کړل او ویې وژل. په همدې ترتیب امریکا مطمئنه شوه چې نور ورته له افغانستان څخه کوم خطر نه پیښیږي؛چې پر همدې ډاډ یې په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق هم برید وکړ.
خو د جګړو ډګرونو ته د طالبانو بیرته راګرځیدلو ډیر ژر د امریکا کار زیانمن کړ. د اوباما د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو ځواکونو شمیر تر ۱۳۰ زرو تنو لوړ شو او دغه راز د افغان عسکرو شمیر هم ۳۵۰ زرو تنو ته ورسیده.

خو دغه لوی مسلح قوتونه بیا هم ونه توانیدل چې طالبانو ته د جګړې په ډګرونو کې ماتې ورکړي، دغه راز د ملکیانو وژل کیدلو او د بیګناه افغانانو دکورونو ویجاړولو هم د جګړې پر پایلو کوم اثر ونه غورځاوو.

په تدریج سره امریکایان متوجه شول چې په شیګلن ځای کې یې قدم ایښی چې هره ورځ د دې پرځای چې مخته ولاړشي، په کې ننوځي.
هر امریکایي جنرال چې په افغانستان کې ماموریت ته ټاکل کیده ،خبرې یې له لنډ راتلونکي کامیابي څخه پیلولې، خو اټکلي سوبه یې هر ورځ د خپلې فرضیې خلاف ثابتیدله.
بالاخره امریکا پریکړه وکړه چې د خپل تاریخ اوږدمهالې جګړې ته چې نور یې هیلې بریا ته نه درلودې، د پای ټکی کیږدي او هغه ځواک چې باید خبرو ته ورسره کیني، هم طالبان وو.

عزم: د سولې د خبرو روان بهیر څنګه ارزوئ آیا خلیلزاد به وکړی شي روانې ۱۷ کلنې خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کیږدي؟

مژده: ‏د دې مشکل حل د واشنګټن تر تصمیم او ارزونې پورې تړاو لري؛ که امریکایان رښتیا هم غواړي د خپل تاریخ اوږدې جګړې ته چې هیڅ هیلې یې بریالیتوب ته نلري، د پای ټکی کیږدي،خلیلزاد به په خپل دغه ماموریت کې کامیاب شي.
خلیلزاد له طالبانوسره په دوو لومړنیو ناستو کې متوجه شو چې طالبان پر خپلو دریځونو په سختي سره ټینګار کوي او هغه وو چې په ابوظبۍ کې یې د دریمې ناستې پرمهال هڅه وکړه چې د پاکستان، سعودي او اماراتو په توسط پر طالبانو فشار راوړي، خو په دغه کار کې هم بریالی نه شو.

‏ آن تر دې چې خلیلزاد طالبانو ته ګواښ وکړ چې که مذاکراتو ته دوام نه ورکوي ،امریکا به د افغانستان د دولت ترڅنګ له هغوی سره جګړو ته ادامه ورکړي.
طالبانو د خلیلزاد د ګواښ ځواب په میدانښار کې د افغان ځواکونو په مرکز د یوه برید په ترڅ کې ورکړ.
تر هغه وروسته امریکا قطر ته د یوه باصلاحیته پلاوي د استولو سره طالبانو ته ډاډ ورکړ چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلوکې جدي ده.

عزم: ولې طالبان د ملی یووالي حکومت سره مذاکراتو ته نه کیني آیا واک نه لري که طالبان یې مقابل جهت نه بولي، دغه راز که طالبان نیغ په نیغه له امریکا سره جوړ شول، عواقب به یې دواړو لوریو ته څه وي؟

مژده: طالبانو خپل دریځ دا ډول تشریح کړی چې د افغانستان مشکل دوه اړخونه لري؛ بهرنی اړخ یې هغوی اشغال بولي او کورني اړخ ته یې تر افغانانو پورې تړاو ورکوي.
هغوی وایي، چې اول باید د افغانستان د اشغال ستونزه حل شي او امریکایان رسماً اعلان وکړي چې څه وخت له افغانستان څخه وځي.
کله چې په یوه معقول زماني مهالویش هوکړه وشي ، د افغانانو تر منځ مذاکرات به له کوم مشکل پرته پیل کیږي.
طالبان د افغانستان په جګړه کې امریکا “طرف“ او د جګړې مهم لوری بولي ،خو امریکایان هڅه کوي چې خپل ځان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه منځګړی وښایي، خو دا مسئله طالبانو ته د منلو وړ ده.

عزم: حکومت وایي، بهرنیان د دوی په غوښتنه افغانستان ته راغلي او د بهرنیانو د وتلو په ګډون د ګڼ شمیر مسایلو واک ځان ته ورکوي، آیا رښتیا هم بهرنیان د دوی په خوښه راغلي او د مهمو مسایلو واک له ځانه سره لري؟

مژده: امریکایي ځواکونه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې له ۱۱ نیټې وروسته افغانستان ته راغلل او جګړه یې پیل کړه، هغوی د دوو میاشتو په اوږدو کې وکولی شول د طالبانو حکومت ختم کړي . اوسنی حکومتي نظام د بُن تر کنفرانس وروسته منځته راغی ،په داسې حال کې چې نړیوالو ځواکونو تر دې کنفرانس وړاندې په افغانستان کې حضور موندلی وو، آن تر دې چې په شمال کې یې د جنرال دوستم سره یوځای په ځمکنیو عملیاتو کې ونډه اخیسته.

د تیرو ۱۸ کلونو په اوږدو کې بهرنیو ځواکونو په زیاتو مواردو کې د افغان حکومت سره له مشورې پرته عملیات ترسره کړي او اففان دولت هیڅ په جریان کې نه دی اچول شوی چې څومره شمیر بهرني ځواکونه په افغانستان کې حضور لري ، د ځواکونو شمیر هم په دې برخه کې خپله بهرنیانو خپرولو.
اوس هم امریکایانو د افغان حکومت له استازو پرته له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي او دا ښکاره کوي چې هغوی (امریکا) افغان حکومت دومره مهم نه بولي.

عزم: که طالبان او امریکا یوې هوکړې ته سره ورسیدل، د داخلي اړخ سره به د مذاکراتو میکانیزمونه کوم وي او طالبان به له چا سره غږیږي/ حکومت، سیاسي اپوزیسیونونه، مطرحې څیرې او که… ؟

مژده:زما په فکر که امریکا او طالبان یوه توافق ته ورسیږي طالبان دې په کوردننه له ټولو واکمنو سیاسي څیرو، نفوذي شخصیتونو سره خبرو ته کیني.له تیرو څلویښتو کلونو را پدیخوا یو لوی مشکل چې افغانستان ورسره مخ و، دا وو چې هره ډله چې زور او قدرت ورسره ملګرتیا کوله افغانستان یې خپل جنګي غنیمت باله او نورو ته له ونډې ورکولو یې ډډه کوله چې دا لړۍ د ثور له کودتا بیا د ۲۰۰۱ کال د بُن ترکنفرانس پورې چې طالبانو ته په کې کومه توجهه ونه شوه روانه وه.
نو باید له تیرو ناکامو تجربو څه زدکړه وکړو او پر دې باوري باید واوسیږو چې افغانستان د جګړو د ګټونکو جنګي غنیمت نه دی، بلکه د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول باید د دغه هیواد په جوړولو کې ګډه ونډه ولرو.

عزم: د سولې د خبرو اترو سره همهاله پر ولسي افغانانو د بمباریو د زیاتوالي لامل څه بولئ او ددې بریدونو عواقب به څه وي؟

مژده: یو غلط تصور چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو او بهرنیانو په منځ کې خپور شوی دادی چې، دوی فکر کوي چې د بیګناه ملکي کسانو په وژلو سره پر خپلو مخالفینو فشار راوړي څو د مذاکراتو په میز کې زیات امتیاز ترلاسه کړي،په داسې حال کې چې حقیقت په ټولییزه توګه سرچپه دی.

هرڅومره چې د ملکي افغانانو وژل زیاتيږي ،له حکومت نه د نفرت کچه لوړیږي او ګڼ شمیرځوانان د مخالفینو لیکو ته ورځي. دا ذهنیت قوي کیږي چې د ملکي تلفاتو عامل خپله حکومت دی،نو په ولسونو کې د انتقام اخیستلو روحیه راپاروي.
همدا کار په تیرو ۱۸ کلونو کې د دې سبب شو چې د نړیوالو د تر ټولو پرمختللي جنګي ماشین په شتون کې، د حکومت تر کنترول لاندې سیمې ورځ تربلې راتنګې شي.

عزم: ولسمشریزو ټاکنو ته د غني او عبدالله په ګډون ۱۸ کسان ودریدل، ستاسو په آند که مذاکرات بریالیتوب ته رسیږي د دوی سرنوشت به څه وي او دغه راز که مذاکرات بریالي نه شول انتخابات به څنګه ترسره شي؟

مژده:که د سولې پروسه پرمختګ وکړي، نو پر ټاکنو ټینګار به د سولې د مخالفت په مانا وي. ټاکنې په دې معنا دي چې امریکا او طالبان دې پنځه کال نور هم صبر وکړي، خو امریکا له افغانستان څخه وتلو ته تلوار لري.

او که مذاکرات له ماتې سره مخ شول،نو د پارلماني شرموونکو انتخاباتو ته په کتو سره، دا انتخابات به هم له ټګیو برګیو او تقلباتو ډک وي او اشرف غني چې همدا اوس یې راتلونکي قدرت لپاره ټول مخته پاتې تقلبي کارونه په نظر کې نیولي،بریالی کیږي چې ښایي نور یې نتیجه ونه مني.
په همدې ترتیب سیاسي بحران رامنځته کیږي، هغه کار چې ښایي نظام ونړوي.امریکایان همدې ته په کتو سره د ټاکنو غوښتونکي نه دي او نړیواله ټولنه به هم ونه غواړي دغه ډول انتخاباتو ته بودیجه ورکړي.

عزم: اشرف غني وایي په واکمنۍ کې یې ۴۵ زره افغان سرتیري وژل شوي ، په عین حال کې امریکایان مخاطب کوي چې باید د خپلو ګټو تر خوندیتابه پورې افغانستان کې پاتې شي، تاسو د نوموړي دا دریځ څنګه ارزیابي کوئ.؟

مژده: د اشرف غني په حکومت کې د دغه جنګ د وژل شویو امنیتي کسانو شمیر په ځلونو له هغه زیات دی چې نوموړي یې اعلان وکړ.
د غني په واکمنۍ کې د ۴۵ زره نظامي کسانو ترڅنګ په ځلونو تر دې زیات ملکي افغانان وژل شوي

د تیرکال په نهو میاشتو کې د هغو شمیرو پر اساس چې خپله نړیوالو ځواکونو ابلاغ کړې راغلي،هغوی تر ۵۰۰۰ زیات بمونه د افغانستان پر کلیو او بانډو اورولي دي،چې لوړځاني او مالي زیانونه یې ولسي افغانانو ته اړولي،دغه راز په شپنیو عملیاتو کې زمونږ زیات شمیر هیوادوال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

خو زما په فکر امریکایانو اوس اشرف غني ته ورښوودلي چې د افغانستان جګړه بې ګټې ده او په همدې دې دلیل هغه د سولې په هکله په خپلو خبرو کې تر صفر پورې د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله خبرداری ورکړ او دغه راز یې د لومړي ځل لپاره په تیرو څلورو کلونو کې د ملکي تلفاتو اړوند خپله خواشیني وښوودله.

امریکایان به ولاړ شي، امّا هغه څه چې اړین دي دا دي، چې افغانستان له څلور لسیزې جګړې وروسته سولې ته ورسیږي.
مونږ افغانان استعمار ماتوونکی ملت یو ؛خو که د یوه بل قدرتمند هیواد تر وتلو وروسته په تدبیر او فکر سره راټول نه شواو یو له بله تفاهم ته ونه رسیږو او د یوې بلې جګړې په لمڅي کې بیا ځان سره راونغاړو، د ټولو قربانیو حاصل او ثمره به مو له لاسه وتلې وي

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *