مارچ 21, 2019

امریکا

امریکا

شاعر: هـبةالله مـنتقــم

مونږماتوله امریکاخلکوخندل راپورې
راته یوشوې وه دنیاخلکوخندل راپورې

خلکوویل ستاخړټوپک اودایټم سره جنګ
د دوی جواب کې زمونږخنداخلکوخندل راپورې

مونږویل یوورځ به په ټیټوسترګوتښتي کفار
داوخت راغلی نن سباخلکوخندل راپورې

شکست یې ومنه ډیرزیات دي پښېمان په راتګ
دافکرنه کوه هیچاخلکوخندل راپورې

دوی په ټانګونواوفوځونوطیارونازېدل
مونږیې هېڅ نکړله پرواه خلکوخندل راپورې

منافقین ددوی خدمت کې ډېرپه ویاړولاړول
نن یې پریږدي ګوری تنهاخلکوخندل راپورې

خلکوویل چې امریکاپه هېڅ شان نه ماتیږي
ګران منتقم هبةالله خلکوخندل راپورې

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *