مارچ 21, 2019

غزل

غزل

طالب الهام

هلته ناقوس دلته اذان خاموش
ښایي قیامت شوټول جهان خاموش

شیطانان بیا تر اسمانونو ولاړل
ستورې ویده دي کهکشان خاموش

دپاک اسلام ستنې به ونړیږي
که شي زموږافغانستان خاموش

دوخت بادشاه یې سفارش نه مني
یوسف بندي دی اوزندان خاموش

ملالې بیا ویده ننګونه ویښ کړه
ژوندی کړه غږ دیه قربان خاموش

چې اوس طالب الهام غزل نه لیکي
د الهامونو یې کاروان خاموش

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *