ملګري ملتونه: په نړۍ کې هر ۱۲۲ تن کډوال دی

 

141013110852_afghan_refugee_512x288_ap

(عزم : شنبه، غبرګولي ۳۰ مه، ۱۳۹۴ل)

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې (يو اين ايچ سي ار) ويلي دي چې په نړۍ کې هره ورځ دوه ويشت زره خلک مهاجر کيږی او د نړۍ دمهاجرينو شمېر شپږ سوه لکه ته رسېدلی دی. په ۲۰۱۴ کې د کډوالو شمېر ۸۳ لکه زيات شوی و چې لامل يې د شام کورني جنګونه ياد شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو مسؤل انټونيوکيټس ويلي چې نړۍ اوس په سخت بحراني حالت کې ده او په نړۍ کې هېڅ داسې اداره نشته چې په مرسته یې د نړۍ ستونزې حل شي.

د راپور له مخې د ۲۰۱۴ کا ل نه وروسته د کډوالو شمېره هره ورځ  ۴۲ زره  و خو په ۲۰۱۳ کې دغه شمېره د هرې ورځې په حساب ۳۲ زره ثبت شوی و.

د يادونې وړ ده چې دا مهال په لکونو افغان کډوال هم په پاکستان او ايران کې ميشت دي چې وخت په وخت د ځايي دولتونو له خوا له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کيږي.
په پاکستان کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو له لوري دافغان کډوالو د کورونو پلټل او د پي او ار کارتو دلرلوسره سره تنګول

Untitled5

او په ايران کې د سختو بنديزونو او اعدامونو او بنديانولو لړۍ هغه څه دي چې په يادو هېوادونو کې يې د افغان کډوالو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دي.

 

عبداللطيف نظيف 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: