اپریل 24, 2019

کرنې وزارت: د ممیزو لپاره یې ۴۰۰ خونې جوړې کړي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

کرنې وزارت: د ممیزو لپاره یې ۴۰۰ خونې جوړې کړي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

عزم (دوشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۸): د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، په روان لمریز کال کې یې د ټول هېواد په کچه ۴۰۰ د ممیزو خونې جوړې کړي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په ۱۶ ولایتونو کې یې د ممیزو لپاره ۴۰۰ خونې جوړې کړي، چې هره خونه یې د لس مټریک ټنو د ممیزو د تولید ظرفیت لري.

دی وايي، اوس‌مهال په ټول هېواد کې د ممیزو ۲۱۰۰خونې جوړې شوي؛ خو لا هم د ټولو خلکو اړتیاوې پوره شوي نه دي.

د هېواد په مرکز، شمال، سویل او شمال ختیځو کې پرېمانه انګور کېږي، چې هر کال ترې ټنونه ممیز تولیدېږي او ګڼو هېوادونو ته صادرېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وايي، اوس‌مهال په ټول هېواد کې نږدې ۱۰۰ ډولونه انګور کرل کېږي، چې له ډېرو یې ممیز هم جوړېږي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *