اپریل 24, 2019

خوست: ملي امنیت لسګونه قانوني سوداګریز موټر درولي او خاوندان یې زنداني کړي

خوست: ملي امنیت لسګونه قانوني سوداګریز موټر درولي او خاوندان یې زنداني کړي

 

(عزم دوشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۸)

په خوست ولایت کې د سوداګرۍ خونه او تجاران وایي، د یوې میاشتې راهیسې د ملي امنیت ځواکونو ترې د غلام خان په بندر کې لسګونه سوداګریزې لارۍ درولې او اجازه نه ورکوي چې خپل مالونه هټۍ والو ته ورسوي.

سوداګر وایي، په دغو موټرو کې درمل، اوړه او نور خوراکي او غيرخوراکي توکي بار دي چې د قانوني جواز سربیره یې ملي امنیت موټروانان نیولي او موټرې په بې سرنوشته توګه په ګمرک کې ولاړې دي.

د خوست د سوداګرو او هټۍوالو د اتحاديې مشر حاجي جمال تڼی وایي، د ملي امنیت پلمه ورته دا ده چې سوداګر بې کیفیته درمل او نور توکي واردوي چې له همدې کبله یې د توکو واردول بند کړي دي .
نوموړی دا ادعا ردوي او زیاتوي “زمونږ ټول سوداګریز توکي د ګمرک له لارې پلټل کیږي او هر موټر قانوني پرچه له ځانه سره لري.“
نوموړی خبرداری ورکوي چې د موټرو درول به په خوست ښار کې د اجناسو پر نرخونو ناوړه اغیزه وکړي چې مسؤلیت یې بیا حکومت ته راجع کیږي.
د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر نواب اميرزي وایي، له حکومت سره مو د مجاز مالونو په واردولو تعهد کړی او په خبره یې چې حکومت د دې پرځای چې د تورخم او سپین بولدک په څیر ورته د غلام خان بندر پر لارهم سوداګریزې آسانتیاوې برابرې کړي، لا هم هڅه کوي څو سوداګرو ته مشکلات جوړ کړي.
د خوست د ملي امنیت چارواکي او د ګمرک مسؤلین په دې تړاو له څه ویلو ډډه کوي خو د والي ویاند په سوداګرو ژغ کوي چې له اصولو سره ځان عیار کړي

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *